درې بهرني پوځیان ووژل سول چی ۲ یې امریکایان دي

ډاکټر نثار احمد صمد | دسمبر 28th, 2010


پنتاګون وایی چی یو امریکایی مرین پوځي چی درې هفتې مخکی طالبانو په هلمند ولایت کی ویشتلی او زخمی کړی و ، څلور ورځی مخکی د خپلو ټپونو څخه مړ سو . پنتاګون زیاتوی چی یو بل امریکایی مرین پوځی پرون طالبانو په هلمند ولایت کی ووژﺉ خو نور تفصیل یې ورنکړ چی څنګه یې وواژه .
د یو بل خبر له مخی چی ناټو ورکړ ، یو خارجی عسکر نن د هېواد په جنوب کی ماین والوزاوه خو د ټپیانو او معیوبینو تعداد یې ذکر نه کړ .
په ې سره د ډسمبر په روانه میاشت کی د بهرنیو پوځیانو تلفات ۳۸ ته ورسېدل چی ۳۱ یې امریکایان دي .

Copyright Larawbar 2007-2024