د الطاف حسين ګوند له حکومت نه ووتى

34 | دسمبر 28th, 2010


دپاکستان متحده قومي ګوند دايتلافي حکومت دبيلتون اوسياسي مخالفت اعلان وکړ .
دنوموړي ګوند مشر الطاف حسين ويلي له دوي سره دحکومت ناسم چلند،اداري فساداو دمالياتي سيستم دلوړيدو له امله دوي له ايتلاف څخه وتلي او دحکومت خلاف دريځ به غوره کړي .
دغه ګوند په سندايالات اومرکز کې له حکومت سره په ايتلافي توګه فعاليت کاوه .
په ورته وخت کې دپاکستان ولسمشرويلي چې حکومت به دايتلاف هيڅ غړي ناراځه نه کړي او په دي برخه کې شته انديښنو ته به دپاى ټکى کيږدي .

Copyright Larawbar 2007-2024