کور / سياسي / د سیا سی مبارزې په ډګر کې د پلورالیزم رعایت

د سیا سی مبارزې په ډګر کې د پلورالیزم رعایت

 


سیا سی پلورالیزم يعنې په ټولنه کې د بیلابیلو سیاسی افکار په وړاندې د زغم او تحمل ظرفیت درلودل دی او د ملی ګټو په اساس د بیلابیلو ډلو سره په ټولنه کې په سیاسی او ټولنیزو چارو مشارکت دی. بی له شکه پلورالیزم د مدرن دیموکراسی یوه ټولنیز اصل ده. نیوپلورالیزم معتقده ده چې نباید ټولنه یواځې د نخبه ګانو او الکتوریت ( ټاکونکې هیت- هغه ډله چې حق د رای او نظر لری ) له خوا کنترول او اداره شی او عام وګړی نظر په ټولنیزو چارو تر پښو لاندې شی.


د پلورالیزم کلمه د لومړی ځل د پاره په  1818 عیسوی کال په کلسیا کې استعمال شوه یعنې ګډ اداره جوړول او په سیاسی لحاظ د پلورالیزم نظریی په 1919 عیسوی کال کې د مطلقې منفردې دولتی ادارې پر ضد د یو سیاسی لار او لیک په توګه پیل شو تر څو چې په دولتی چارو کې نوروډلو ته هم واک وسپارل شي او ملی مشارکت منځ ته راشی.


د پلورالیزم(تعدد پلوې نظریی) د تیوری اصول منل انسانانوته ښیی چې د مختلفو مذهبی ، سیاسی افکارو اوعقایدو او د لرلو سره کولاې شي په ټولنه کې دقوانینو په رڼا کې په سوله ییزه توګه ژوند وکړي ، ترڅو چې د مسالمت آمیزه ژوند یا  سوله ییزه ګډ ژوند اصول په ټولنه کې رعایت شي او ټولنیز او سیاسی ستونزې د پوهاوې او تفاهم له لارې حل شي.


د سیاسی پلورالیزم مقابل لورې دکتاتوری ده ، په ټولنه کې د سیاسی افکارو او عقایدو تحمیلیول ، د زور زیاتی ، زور ویل او د زورواکۍ استبدادی دود او کلتور خپرول دي. د سیاسی افکارو او عقایدو تحمیلول د افرادو ، سیاسی ډلو یا دولت له خوا توتلیتر یزم ویل کیږی  چې دهغه پایلې استبدادی ، انحصاری او تشدد پلوه فرهنګ په ټولنه کې خپریدل دي. که چېرې حکومت یا یوه سیاسی ډله خپل عقاید په ټولنه کې په زور تحمیل کړي او سیاسی واک یی انحصار کړي مقابل لورې هم د خپلو عقاید د فاع د پاره په زور او خشونت لاس پورې کوی او استبدادی کلتور د ټولنې په ټولو اړخونو کې يعنې ټولنیز ، سیاسی،اقتصادی او مذهبی چارو کې ناوړه اغیزه کوي کوم چې د ثور د کرغیړنې کودتا څخه ورسته زموږ په ټولنه کې دود شو.


د سیاسی پلورالیزم د اصولو پر بڼست هیڅ تبعه ، سیاسی ډله او یا ګوند نباید د هیواد د سیاسی برخه لیک څخه بې برخه شي. البته د ملی خیانت او جنایت قضیی باید د محکمې له لارې د قوانینو په اساس حل شی نه د سیاست په ډګر کې ترڅو چې یوه سیاسی ډله بله سیاسی ډله له میدانه ونه باسي.


په ټولنه کې تضاد او روغه  تل پاتې بهیر دی او په هم دغه بهیر کې ټولنه وده کوي او نوی پدیده (د پېښې وقوع) د زوړ پدیدې په وړاندې دریږی نو له دې کبله نوی افکار او عقاید هم په ټولنه کې دغه برخه لیک سره مخامخ دی او دا د متمدنې ټولنې د زغم او تحمل تیوری (پلورالیزم) ده چې نه پریږدی ټولنه د تشدد سره مخامخ شي.


د دې دپاره چې ټولنه د انارشی سره مخامخ نشی باید په ټولنه کې یو اصل یا پرنسیپ په عملی توګه په ټولنه کې پلې شی چې هغه اساسی قانون دی چې  د یوه ملی تړون یا ملی میثاق په توګه د هغه په رڼا کې ټول مدنی قوانین جوړ او د عمل په ډګر کې پلې شي.


له هغه ځایه چې په یوه متمدنه یا ملی شوی ټولنه سیاسی ګوندونه په ټولنه کې د سیاسی دینامیزم (تحرک-ځوځښټ) پوتانسل ( قوه – موتور) جوړوی که چېرې دا ګوندونه په ټولنه کې د سیاسی ثبات د ټڼګښت دپاره د سیاسی پلورالیزم په اساس ګده هڅه ( تشریک مساعی) ونکړي ټولنه د ټکر او کورنې جګړې په لور خوځیږی او د سیاسی زغم او تحمل فرهنګ له منځه ځي ، خشونت د ټولنې د فرهنګ یوه اساسی برخه ګرځي او زوروالا کمزور نفی کوي. د بیلګې په توکه او دخلق او پرچم د زور واکۍ نظام پایلې د زور واکي کلتور خپرول په افغانی ټولنه کې ؤ چې تر نن پورې دوام لري.


د سیاسی پلورالیزم بل اصل یا بڼست په سیاسی او ټولنیزو چارو کې د قانون په رڼا کې مشارکت او نژدیکت دی ، نه د متضادو افګارو د تردید اونفی او پربنا.افغانستان د جرګو او مرکو خاورده او په دودیزه توګه په افغانی ټولنه کې زغم او تحمل د مختلفو مذاهبو ، اقوامو او کلتورونو په وړاندې دیر ؤ نو خکه په افغانستان کې ډیر اقوام ، مذاهب او کلتورونو اوسیږی او دا روحیه د تحمل په ایدیالوژیکه توګه هم ژوندی پاته شي.


د سیاسی پلورالیزم په بهیر کې ملی ګټو ته لوړتیا ورکول د فردی او ګوندي ګټو په پرتله د متمدنې ټولنې


ستر اصل جوړوي او هغه ډله چې ملی کټو ته پام نه کوی باید د سیاسی بهیر څخه وشړل شي نولازمه ده چې ملی ګټې باید په اسا سی قانون کې روښانه او په معیاری ډول تعرف ولری.