غزل

64 | دسمبر 28th, 2010


راځیني ولاړلې ژوندون دې رانه واخیستلو
څومره بی رحمه وې چی خون دې راله واخیستلو
زه دی دتللو منډ څارم نوردراتللو لارې
امیداوهیله د راتلون دې را نه واخیستلو
نه دې له زړه اِیستلئ شم نه خپلولئ شم تا
زمادخیال فکر مضمون دې رانه واخیستلو
دمحبت ښکلې نړۍ باندې دې داغ کیښوه
درڼا ګانو په لور تلون دی رانه واخستلو
اوس دآغیار،وعدې تَله دناکام عِشق په تله
چی په کوم تول په کوم قانون دې رانه واخیستلو
سترګی می ویني تویوي چی خپل حالت ته ګورم
څه په جادو اوڅه لمسون دی رانه واخیستلو
دخدمتګار دویني رنګ په تا تاثیر ونه کړو
ژوندون دی اورشه چی ژوندون دې رانه واخیستلو

Copyright Larawbar 2007-2024