د کرکټ د خبرونو غورچاڼ
دافغانستان دکرکټ زمرۍ لوبډلې دپاکستان مردان لوبډلې ته په شپږ ويشت منډو سره ماتې ورکړه
د افغانستان دوه لوبډلې زمری او پړانګ د پاکستان په هيواد کې د الف(ای) لوبډلې لپاره د ازموينې په لوبو باندې بوخت وه او زمري د پښتونخوا او پړانګ د سند لوبډلو سره لوبې وکړي ،
چې په تيره اونۍ کې افغان زمري لوبډلې په 40 اورونو کې د 8 لوبغاړو پر سوزيدوسره 246 منډې جوړې کړي چې په ځواب کې د پښتونخوا د مردان کرکټ لوبډلې ونشو کړای چې ټاکلی هدف پوره کړي،او په ۴۰ اورونو کې 220 منډې وکړي او لوبه د افغانستان په ګټه تمامه شوه.
پدي لوبه کي د افغان زمري لوبډله لخوا عمران خان ۷۶ منډې، شفيق الله شفق 60 مندې وکړي او په توپ اچونه کې نصرت الله 3 ويکټې او عبيد کنړي د سيالي لوبدلي دوه لوبغاړي وسوځول.
****
دنيوزلينډ کرکټ ملي لوبډلي دپاکستان کرکټ لوبډلې ته په پنځه ويکټونوسره ماتي ورکړه .
دکرکت دغه سيالي چي دپاکستان او کوربه نيوزليند کرکت ملي لوبدلو ترمينځ په لاره اچول شوي دي ددي سياليو په لمړي لوبه کي دپاکستان ملي لوبډلي لمړ منډي پيل کړي او په شلوواورنو کي کوربه لوبډلي ته ديو سلو څلويښت منډو هدف وټاکه چي په ځواب کي کوربه لوبډلي وکړايشو ټاکل شوي هدف په اوه لسو اورنو کي دپينځو لوبغاړوپه سوزيدوسره پوره او ميلمه لوبډلي ته په لمړي لوبه کي په پينځو ويکټو سره ماته.
ديادوني وړده په دغه لوبه کې دنيوزلينډ تيز اچوونکى سعودي دپاکستان دپنځه لوبغاړو په سوزولوسره دلوبي غوره لوبغاړي ونومول شو.
****
دهيواد دولايتونو ترمنځ برابري شوي دوه ورځنۍ سيالۍ ديکشنبې په ورځ په ننګرهارکې پيل شوي
دافغانستان دکرکټ بورډ تخنيکي مسؤل هستي ګل عابد په وينا دغه سيالۍ دهيواد دولايتونو ترمنځ چې په پنځه زونونو ويشل شوي دي اچول شوي .غږغږ
ديادونې وړده تردي وړاندي هم دري ځلي په هيواد کې دننه کورني دکرکټ ټورنمنټونه جوړشوي چې کندوز،کابل اوننګرهارولايت کرکټ لوبدلي ګټونکي پاتي شوي .
****
دنجونو دشپږ لوبډلو ترمينځ دکرکت سيالي دشهيدمحمد داود خان په ليسه کي پيل شوي
دکرکت په دغه سياليو کي دکابل ښار دنجونودشپږوليسولوبډلو ګډون کړي وو
ددي سياليو په لومړي ورځ لوبه کي دامنه فدايي ليسي لوبډلي دسردار محمدداود خان ليسي لوبډلي ته ماته ورکړه همدارنګه په دويمه لوبه کي دبارکزي ليسي لوبډلي ملکه ثريا ليسي لوبډلي ځخه لوبه وګټله
ديادوني وړده چي ددي سياليودترسره کولو موخه دنجونوملي لوبډلي ته دغوره لوبغاړو ټاکل اوپه کويټ کي دبيلا بيلو هيوادنو دنجونو دکرکت لوبډلوترمينځ سياليو کي چمتوالي دي چي دفبروري په اوه لسمه نيټه پيل کيږي
****
د زونونو په کچه دکرکټ دوه ورځينۍ سيالۍ کې مس عينک سپين غر ته ماتې ورکړه
په دغه سياليوکې مس عينک پچه وګټله او سپين غر ته يې د توپ وهلو بلنه ورکړه چې سپين غر په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۴۲ منډې وکړي او ټول لوبغاړي وسوځيدل په دويمه پاڼۍ کې يې هم مس عينک ته ټول ۱۷۲ منډې وکړي.
مسی عينک په لومړۍ پاڼۍ کې د سپين غر لوبډلې هدف پوره کړ او ۴ منډې تر زياتې وکړي او په ۱۴۶ منډو يې ټول لوبغاړي وسوځيدل.
په دويمه پاڼۍ کې مس عينک د ۶ لوبغاړو په سوځيدلو د سپين غر ته ټاکلی هدف پوره کړ او د افغانستان د دوه ورځينيو سيالۍ لومړۍ لوبه مس عينک وګټله
په دې لوبه کې د سپين غر لوبډلې څخه پاچا حسين ۶۲ منډې وکړي او د مس عينک لوبډلې څخه شميم خان په لومړۍ پاڼۍ کې ۱ ويکټه او په دويمه پاڼۍ کې د سپين غر۶ لوبغاړي وسوځول په دې اساس شميم د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو
****
کوربه نيوزليند کرکت ملي لوبډلي دکرکت په دويمه شل اوريزه لوبه کي هم ميلمه پاکستان ملي لوبډلي ته ماته ورکړه .
پدي لوبه کي لمړي منډي کوربه لوبډلي پيل کړي او په شلوواورنو کي ميلمه لوبډلي ته د186 منډو هدف وټاکه چي په ځواب کي دپاکستان ملي لوبډلي په شلوواورنو کي دنهوولوبغاړو په سوزيدو سره 146.منډي وکړي او لوبه په 39منډو سره دکوربه لوبډلي په ګټه پاي ته ورسيده .
ديادونې وړده نيوزلينډکرکټ لوبډلې ددغه بريا په ترلاسه کولو سره وکولاى شول چې له پاکستان څخه د دري شل اوريزو لوبو سريز کې دوه دصفر په وړاندي برتري حاصله کړي .
****
دافغانستان دالف کرکت لوبډلي دپاکستان پښتونخوا لوبډلي ته ماته ورکړه
پدي لوبه کي لمړي منډي افغان لوبډلي پيل کړي او سيالي لوبډلي ته يي د175منډو هدف وټاکه چي په ځواب کي دپښتونخوالوبډلي ونشوکړاي چي ټاکل شوي هدف پوره کړي او لوبه دافغان الف لوبډلي په ګته پاي ته ورسيده
****
په ننګرهار کې د زونونو تر منځ دکرکت سيالۍ دويمه دوه ورځينۍ لوبه د بند امير لوبډلې وګټلې.
دکرکټ بورډ وياندالهام ياسيني په وينا امو لوبډلې لومړی پاڼې کې لومړی لوبه وکړه او ۶۹ منډې يې وکړي.
نوموړى زياتوي په لومړۍ پاڼۍ کې بند امير ښه توپ اچونه وکړه او جاويد صافي پکې د امو ۸ لوبغاړي وسوځول.
دياسيني په وينا بند امير په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۱۱ منډې وکړي او د امو لوبډله يې په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۴۲ منډې مخکښه شوه.
دکرکټ بورډ وياندوايي په دويمه پاڼۍ کې امو لوبډلې ۱۸۷ منډې وکړي او بند امير ته يې ۴۶ منډې هدف وټاکه چې د بند امير زون لوبډلې ټاکل شوی هدف د امو لوبډلې ته په ۷ اورنو کې د يو لوبغاړي په سوځيدلو پوره کړ.
ياده دي وي د لوبې غوره لوبغاړی جاويد صافی شو چې په دواړو پاڼيو کې دسيالي لوبډلي ۱۱ لوبغاړي وسوځول.
****
په کابل کي دنجنوودشپږوليسولوبډلو ترمينځ دکرکت انتخاباتي سيالي دبارکزي ليسي لوبډلي په اتلولي سره پاي ته ورسيده
دنجنوترمينځ دکرکت سيالي چي دافغانستان کرکت بورډ لخوا دشهيد سردار محمد داودخان په ليسه کي دکابل ښار دشپږوليسولوبډلو ترمينځ په لاره اچول شوي وي ددي سياليو په پاي لوبه کي دبارکزي لوبډلي داتلولي مقام دترلاسه کولو په موخه دشهيد سردار محمد داود خان لوبډلي سره دلوبي ډګر ته ووتي اودپچي په ګټلو سره لمړي منډي دبارکزي لوبډلي پيل کړي اوپه لسواورنو کي خپلي سيالي لوبډلي ته يي د185منډوهدف وټاکه چي په ځواب کي دشهيدسردار محمدداودخان لوبډلي دټولولوبغاړوپه سوزيدو سره 81منډي وکړي او وينشوکړاي چي ټاکل شوي هدف پوره کړي
پدي لوبه کي دبارکزي لوبډلي ځخه رومينه چي دخپلي لوبډلي په ګټه يي 85منډي کړي وي دلوبي غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړه
ديادوني وړده چي دلوبي په پاي کي دافغانستان کرکت بورډاجرايوي مشرډاکټرحامد شينواري لخوا کپونه او مډالونه وويشل شوو
دپاکستان او نيوزليند کرکت ملي لوبډلوترمينځ دکرکت شل اوريزي سيالي دوه ديو په وړاندي پايلي سره دکوربه نيوزليند ملي لوبډلي په ګته پاي ته ورسيده
ددي سياليو په دريمه لوبه کي دپاکستان ملي لوبډله دپينجشنبي په ورځ پخپله دريمه لوبه کي دکوربه لوبډلي په وړاندي دلوبي ډګر ته ووته او لمړي منډي ميلمه پاکستان ملي لوبډلي پيل کړي چي په شلوواورنو کي دشپږ ولوبغاړو په سوزيدو سره يي کوربه لوبډلي ته د184منډو هدف وټاکه چي په ځواب کي دنيوزليند ملي لوبډلي په پينځلسو اورنو کي دټولولوبغاړو په سوزيدو سره اتيا منډي وکړي او لوبه په 103منډو سره دميلمه پاکستان ملي لوبډلي په ګټه پاي ته ورسيده
ديادوني وړده چي پدي لوبه کي دپاکستان ملي لوبډلي لوبغاړي عبدالرزاق دسيالي لوبډلي دري لوبغاړي او دخپلي لوبډلي په ګټه 34منډو سره دلوبي غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړ
****
دننګرهار کرکت منتخب لوبډلي په کابل کي دهيواد داتووولايتونو ترمينځ دکرکت په سياليو کي دپکتيا ولايت لوبډلي ته په ماتې ورکولوسره ددي سياليو پايلوبې ته لاره پيدا کړه .
پدي لوبه کي لمړي منډي دننګرهارولايت لوبډلي پيل کړي او په شلوواورنو کي دپکتياولايت لوبډلي ته يي د111منډو هدف وټاکه چي په ځواب کي دپکتياولايت لوبدلي دټولولوبغاړو په سوزيدو سره دري نوي منډي وکړي او وينشوکړاي چي ټاکل شوي هدف پوره کړي
ديادوني وړده چي پدي لوبه کي دننګرهارلوبدلي ځخه ضمير خان دسيالي لوبډلي پينځه لوبغاړي وسوزول
****
دهندوستان او جنوبي افريقا کرکت ملي لوبډلو ترمينځ دکرکت پينځه ورځني سيالي يو ديو په وړاندي پايلي سره په مساوي توکه پرمخ ولاړي
د دواړو هيوادونو ترمنځ په دوهمه ټيسټ لوبه کې دهندوستان ملي لوبډلي کوربه جنوبي افريقا ملي لوبډلي ته ددري سوه دري منډو هدف وټاکه چي په ځواب کي کوربه لوبډلي دټولولوبغاړو په سوزيدو سره ونشوکړاي چي ټاکل شوي هدف پوره کړي اوپه دې سره يې له هندوستان څخه خپله ماتې ومنله .
تردي وړاندي د دواړو هيوادونو ترمنځ يوه بله ټيسټ لوبه دجنوبي افريقا په ګټه پاى ته رسيدلي وه اوپه دي برياسره دواړه هيوادونه يو ديو په وړاندي په مساوي توګه پرمخ تللي .
****
او په تيره اونۍ کې داسټرالياکرکټ لوبډلې له انګلستان ملې لوبډلې څخه دپنځه ورځنيو لوبو په ترڅ کې خپله ماتې ومنله.
په دغه ټيسټ لوبه کې اسټراليا خپله لومړۍ توپ وهنه کې له ماتې سره مخامخ شوه او ټول لوبغاړې په خپله لومړۍ پاڼې کې په اته نوي منډو وسوزيده چې په ځواب کې دانګلستان دکرکټ ملي لوبډله وتوانيده چې په خپله لومړنۍ پاڼې کې پنځه سوه ديارلس منډې ترسره کړي چې په ځواب کې داسټراليا کرکټ ملي لوبډله ونه توانيده چې په خپله دوهم پاڼې کې دانګلستان دلومړي اننګ قرضه ورخلاصه کړي او ټول لوبغاړي په دوه سوه اته پنځوس منډو باندې وسوزيدل چې په دي سره انګلستان وکولاى شول چې دغه ټيسټ لوبه له اسټرالياڅخه په يوه پاڼۍ او يوسلو اوه پنځوس منډو باندې وګټي .