کندوز : والي ملا بهادر د یوه ساتونکي سره ووژل سو
په کندوز ولايت کې دافغان اونړيوالوځواکونوديولړ ګډو چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې نوموړي ولايت دوسله والو طالبانو لخوا نومول شوى والي ملابهادر سره ديوه ساتونکې ووژل شول .
دکندوز ولايت دامنيي قومندانۍ دمطبوعاتي دفتر وايي دغه عمليات دجمعې په شپه نږدې دولس بجې ديارې درې ولسوالۍ په يتيم کلي کې ترسره شوه چې په پايله کې دوسله والو طالبانو څلور تنه نور دپوليسو له لوري ژوندي ونيول شول .
دا په داسې حال کې ده چې تيره ورځ هم په نوموړي ولايت کې نږدي شل تنه وسله وال دګډو ځواکونو په عملياتوکې نيول شوي وه .