خوست : دټولټاکنو مشر په شپږ مياشتو بندمحکوم سو

د لراوبر اداره | دسمبر 31st, 2010


دخوست ابتدايي محکمې ددغه ولايت دټولټاکنو سيمه ييز مشر په شپږ مياشتو بندمحکوم کړ.
دخوست ولايت ابتدايي محکمې مشر عبدالحنان منصوري وايي دخوست ولايت دټاکنيزې ادارې مشر شهزاده حسن يې دپټو اسنادو دترلاسه کولو په ترڅ کې محاکمه کړى دى .
په ورته وخت کې شهزاده حسن له رسنيو سره خبراوترو څخه ډډه کړي اوتراوسه دټولټاکنو خپلواک کميسون چارواکو هم په دي اړه څه ندي ويلي .
دا په داسې حال کې ده چې ديادو درغليو دڅيړنې په موخه په هيواد کې يوه ځآنګړې محکمه هم جوړه شوه

Copyright Larawbar 2007-2024