کور / سپورټي / د بوست د ۱۵ کلنو ځوانانو دسپين غر لوبډلی ته ماته ورکړه

د بوست د ۱۵ کلنو ځوانانو دسپين غر لوبډلی ته ماته ورکړه

هغه ټورنمنټ چی دافغانستان کرکټ بورډ لخوا دتيری اوونی را پديخوا د زونو د تنکيو ۱۵ کلنو ځوانانو ترمنځ پيل سوی د بوست لوبډلی نن په نيمه پايلوبه کی د سپين غر لوبډلی ته ماته ورکړه او پای لوبی ته يی لاره وموندله.
د سپين غر لوبډلی پچه وګټله او لومړی يی د توپ وهلو پريکړه وکړه چی ددوی ټول لوبغاړی په شل اورونو کی په ۸۵ منډو باندی وسوځيده . د بوست لوبډلی لخوا عبدالغفار دری ادريس او باقی دوه دوه لوبغاړی وسوځول.
د بوست لوبډلی دلوبی ډيرښه پيل وکړه او تر۶۰ منډو پوری يی يو لوبغاړی هم ونه سوځيدی خو وروسته دسپين غر لوبغاړی په دی وتوانيدل چی دګټی له مخه د بوست لوبډلی پنځه لوبغاړی وسوځوی. د بوست لوبډلی لخوا محمد دين ۵۰ منډی دخپلي لوبډلی لپاره جوړی کړی او خپله لوبډله يی د دی سياليو پای لوبی يا فاينل ته و ئيستل.
د يادونی وړده چی دکندهار کلب هم دافغانستان دکلبونو په سياليو کی تيره ورځ د خوست کرکټ کلب ته په ماته ورکولو سره ددی سياليو پای لوبی ته لاره پيداکړه.
دکندهار کرکټ کلب به خپله پای لوبه د شنبی په ورځ د جنوری په لومړی نيټه ۲۰۱۱ کال دسهار پرنهه بجي او د تنکی ځوانان به خپله پای لوبه په همدغه ورځ دغرمی پردولس نيمی بجي د مس عينک او يا بند امير لوبډلی سره دکابل په لوبغالی کی ترسره کړی.