مصر : د نوي کال د لمانځلو څخه وروسته ۲۱ تنه له منځه ولاړل
د عیني شاهدانو او امنیتي ځواکونو په وینا د مصر د الاسكندرية په ښار کي د یوې چاودني په ترڅ کي لږ تر لږه ۲۱ تنو خپل ژوند دلاسه ورکړ . همداډول ۴۳ تنه زخميان سوي، چي اوسمهال په روغتونونو کي تر درملني لاندي دي .
راپورونه لیکي چي چاودنه هغه مهال په یوه موټر کي رامنځته سوه، کله چي عام وګړي د القیدیسین نومي کلیسا څخه راوتل . د چاودني وخت د شپې شاوخوا ۱۲ بجې و .
د چاودني څخه وروسته خواشیني لمانځونکو پولیس په ډبرو ویشتل او کلیسا ته یې نژدې یو مسجد شریف هم په ډبرو ویشتئ .
د یادوني وړ ده چي د نوي ۲۰۱۱ زېږدیز کال په لومړنیو ساعتونو کي شاوخوا ۵۱ تنو خپل ژوند دلاسه ورکړئ دئ : ۳۰ تنه په نایجیریا او پاته ۲۱ تنه یې په مصر کښي .