جــرمـنـي : ایران دي زموږ ژورنالیستان خوشي کړي

مختار احمد احسان | جنوري 2nd, 2011


اوسمهال تر ۱۰۰ زیاتو نامتو او مشهورو جرمنیانو د ذکر سوو ژورنالیستانو د خوشي کولو په اړه یو لیک د ایران حکومت ته یې لېږلئ دئ، تر څو هغوی یې نيول سوي دوه ژورنالیستان خوشي کړي .

دغه لیک د جرمني د بهرنیو چارو د وزیر ګوایډو ویسټرویلله، د اقتصاد وزیر ولفګنګ سخاوبله، د دفاع وزیر کارل تیوډر زو ګوتنبیرګ، د نوبل د ادبیاتو جایزه ګټونکې هېرټا مولر، مشهور فټبالر فرانز بیکنباور او مشهور ټینیس لوبغاړی بوریس بیکر په شمول زیات شمېر نورو وتلو جرمنیانو لاسلیک کړئ دئ .

د ۲۰۱۰ز کال په اکټوبر کښي دوه جرمني ژورنالیستان هغه مهال ونیول سول، کله چي نوموړو د “سکینې محمدي اشتیاني” د زوی او وکیل سره مرکه کول .
نوموړي دوه ژورنالیستان د “بیلد ام سونتاګ” نومي ورځپاڼي سره کار کوي او اوسمهال د جاسوسی او په ایران کي په غیر قانوني ډول سره د ژورنالیستیکي دندي د ترسره کولو په تور نیول سوي دي.

سکینه محمدي اشتیاني یوه ۴۳ کلنه مېرمن ده، چي په ۲۰۰۶ز کال کي د قتل او زنا په تور د سنګسارېدو حکم پر صادر سو .


په ایران کښي د جرمني دوه بندي ژورنالستان


سکینه محمدي اشتیاني د خپل زوی سجاد قادرزاده سره

Copyright Larawbar 2007-2024