غزل
64
ژونده دومره ولي درومې په تلوار
لږ تم شه، د چا به پاته وي لږ كار
نه راته راځي نه ځواب راكوي
هسي ناست يم د هغې په انتظار
په دې د نفرتونو دنياګي كي
رپه زې له خپله ژونده كړم بېزار
نه رحم چا كي پاته شو نه مينه
هر سړى په يوه بل كوي ګزار
« غزل