کور / شعر / غزل

غزل

ښکاري چې بۀ فصل دَ خطر کوي سترګې دَ ښائيست پۀ زړۀ کښې کر کوي

ستونے دَ فائدې کار ته ئې مات وي تل کار چې بې فائدې وي څومره ئې زرکوي

ستا دَ لاسه عقل وئ کم عقل دے عقل مې دَ صبر سره شر کوي

زۀ پسې پۀ خپله در پۀ در يمه مانه دَ هغه تپوس دَ ور کوي

ستا دَ مخ رڼا خو دَ شپې ورځې وې کل رڼا ګاني د َ شپې نمر کوي

زۀ ډېره مننه درته وايمه داسې ښۀ کارونه معتبر کوي

ستا مبارکي دَ اختر راغله خو بې لتانه ياره څوک اختر کوي

داسې غلي غلي راته مۀ ګوره ياره ستا نظر پۀ ما اثر کوي

هېڅ څوک دَ افسوس دَ پاره نشته دے څۀ کۀ ډېر دردونه مې پرهر کوي

زړۀ مې غواړي ځان چې ترې قربان کړمه څوک هم چې خبرې مختصر کوي

زۀ چې ئې خيرونه د َ سر غواړمه هاغه مې مدام سودا دَ سر کوي

بيا هم دا زړګے مې ترې صبريږي نۀ ډېر کۀ ستمونه ستمګر کوي

ګورے مرضونه مانه څۀ غواړي رنګ پۀ رنګ حملې مې پۀ ځيګر کوي

مخکښې دي هم څو ځله رټلے خو بيا تواب ساد ه پۀ تا باور کوي