کور / سپورټي / ننګرهار کې د كيوكشین كان كراټې سیالۍ پای ته ورسیدې

ننګرهار کې د كيوكشین كان كراټې سیالۍ پای ته ورسیدې

په ننګرهار ولايت كې د څلورو ولايتونو  تر منځ  د کیوکوشین كان كراټې  دوه ورځنۍ پيل شوې سيالۍ پاى ته ورسېدې.   د غه سيالۍ د افغانستان  د کيوکېشن کان کراټې سازمان ریس  ښاغلی محمد قهار آزادنی په مشرۍ  ترسره شوې ، د ننګرهار ولايت په مركز كې د كېوكشن كان كراټې دوه ورځنۍ پيل شوې سيالۍ د تېرې جمعې په ورځ پاى ته ورسېدې .


په دغو سياليو كې د څلورو ولايتونو، ننګرهار، پكتيا، خوست او لغمان ۷۵ تنه  لوبغاړو برخه اخيستې وه، چې په پاى كې ننګرهار لوبغاړي په دې وتوانېدل چې لومړى مقام خپل كړي.   په دغو سياليو كې د پكتيا كیوكشن كان كراټې لوبغاړو دوهم، د لغمان لوبغاړو درېيم مقام خپل كړ.



   د افغانستان  د کیوکېشن کان  کراټې  سازمان  سلاکار او د سهیل ختېڅ زون مشر ښوواند  استاد محمد الله صابري  رسنيو ته وويل چې په دې سياليو كې په ګډون ډېر خوښ وو او ويل يې چې دغه ولايتي سيالۍ د دوئ لوبغاړو ته زړورتيا ورپه برخه كوي چې په راتلونكو نورو لوبو كې ښايي ښه وځليږي.



   صابري وايي  د دغو دوستانه سياليو ته چې موخه يې د لوبغاړو ترمنځ د تجربو شريكول او د لوبغاړو يو له بل سره پېژندګلوي وه، د خوست او پكتيا څخه اووه، له ننګرهار او لغمان څخه پكې (۶۸) كسانو برخه اخيستې وه.   دى د پكتيا ولايت په دوهم مقام خپلولو خوشال وو خو ويل يې چې د دې ولايت  لپاره د المپيك ملی کمیټه بايد دې لوبې د پراختيا په خاطر كوټلي ګامونه واخلي . 



  دا ډول سیالۍ  نه یوازې په هیواد کې د کیوکیشن کان کراټې لوبه  پیاوړی کوی ، بلکه  د لوبغاړو تر منځ د تجربو د شریکیدو لپاره غوره لار بیامومي .   ورزش ځينو ته يوازې لوبه ښكاري او ځينې يې د صحت لپاره هم يو ګټور شى ګڼي خو ریښتا دا دى چې لوبه په تېره بيا د افغانستان په څېر جنګ ځپلې او اختلافونو خرابه كړې ټولنه كې ډېر مهم معنوي او سياسي نقش هم لرلاى شي
  د يادونې وړ ده چې په پكتيا ولايت كې لاهم د ژمنيو لوبو او  تمرينونو د ترسره كولو له پاره وړ ميدانونه او جمنازيمونه نه شته .