دسرِچوک خبری:تفاوت را مشاهده کنید!
سرِچوک ته د رارسیدلو خبرونو سره او غټ توری په لاندی ډول دي:
امریکا وځي نو اینده به څه ډول وي؟
طالبان په ترکیی کی سیاسی نماینده ګی غواړي
دسولی ډله پاکستان ته سفرکوي
دولسمشر تکړه ،تیز، او لایق ویاند مستعفي شو
او دایران دولسمشر زوړ د ښاروالی دوخت موټر بولۍ ته وړاندی شویدی
راځی چی مونږ هم په دغو لږ څه وغږیږو:
امریکا وزي نو اینده به څه ډول وي؟ اینده به هم هماغه رنګه وي څنګه چی روسان ووتل. خلف به د سلف په انجام بدلیږی. کورنی جګړه به شروع کیږي د تجزیی لپاره ماسټر پلانونه په لاره دي. خارجي او داخلي وارکانسلټنټ په دی اړه په سلا او مشورو بوخت دي. پروپوزل باندی کار روان دی. ژربه بیډنګ ته وړاندی شي.
هندوستان نه انګریز ووت خو پوهنتونونو او ښوونځی تری ژوندي پاتی شول. روغتونونه او د اورګاډي پټلی یی اوس هم هندوستان او ګاونډی پاکستان استفاده کوي.
ملکی (دبرطانیی دهغه وخته ملِکه) هلته علامه اقبال او رابینډر ناټ ټاکور ته د انګریزی سر یا ښاغلی ټایټلونه وبخښل دا چی هغوی ومنل او که ونه منل هغه بیله خبره دی.
هندوانو نه اوس د انګلستان برمنګهم ډک دی. هندوستانیان او پاکستانیان په اسانی هلته سفر کولای شي او پوهنتونو کی داخلی کوي. مونږ هم انګریزان وویستل خو سیوری مو په توپ ولي. امریکایان دلته دي بیا هم حکومت داسی کوم میکانیزم معرفی نه کړ چی فوځی منصبداران، محصلین او مریضان… په اسانی دامریکی ویزه تر لاسه کړي او سفر وکړي. له میډالو او ټایټلونو خو مونږ ور تیر یو.
طالبان په ترکیی کی سیاسی نماینده ګی غواړي:
ښه خبره دی. د ترکیی د ولسمشر طیب اردوغان دی کور اباد وي چی د ښه نیت په ښودلو سره یی افغان او پاکستاني هم منصب تر جوماته په خپله وچلول. ښه اقدام دی. الله دی توفیق ورکړي ترکانو ته چی زموږ د معاملی لپاره د خیر سبب وګرځي.
دسولی شورا پاکستان ته سفر کوي:
ضروری دی چی له پاکستان سره خبری وشي. د طالبانو رامنځته ملاتړﺉ نصیرالله بابر دلته دی. طالبان چی د چا په وخت کی واک ته رسیدلي وو هغوی اوس د پاکستان په ټولو منابعو کنترول لري. خدای دی وکړي چی کومی نتیجی ته سره ورسیږي. د طالبانو روحانی مشر مولنا فضلو – چی اوس اوس له ایتلافی حکومته وتلی- سره به هم ګور ي. دسولی جرګی غړي به هم هوري له خپلو پخوانیو دوستانو سره وګوري. مینه به ماته شي او خړ به را ستانه شي. فکر نه کوم دسولی دا پروژه دومره لاس ته راوړنی ولري. بس حکومت خپل فنډ مصرفوي.
داسی اوازی هم دي چی پاکستاني طالبان هم اسلام اباد ته په تیرو هفتو کی را غوښتل شوي و چی ورسره مشوری او ناسته پاسته وکړي.
دولسمشر تکړه ،تیز، او لایق ویاند مستعفي شو:
بد خبر دی. وحید عمر یو تکړه او تیز ویاند وو. خو په فکر کوم چی نور کیدای شوای مریض شوی وای ځکه ډیر درواغ یی دولسمشر لپاره وویل. نور به ورته ټول شیان خجالت امیز ښکاریدل. کیدای شي کور کی هم چا ورته ویلی وي: وحید جان چقدر دروغ میګی؟ اخر تا به کۍ؟ استعفی یی بد فال نه ګڼو کیدای شي کوم ښه بل پوست ته کاندید وي. ښه یی غواړو!!! نومړی واقعاً له پخوانیو هغو فرق درلود. سیامک هروی او حامد علمی به یی تشه ډکه نه کړای شي.
او دایران دولسمشر زوړ د ښاروالۍ دوخت موټر بولۍ ته وړاندی شویدی:
دایران دولسمشردشاروالی دوخت موټر بولۍ ته وړاندی شوې او توقع وه چی له دوه زره ډالرو پورته ونه پلورل شي خو ټول تخمینونه سرچپه راوختل او قیمت یی تر یوملیون ډالرو پوری پورته لاړ. ددی موټر د خرڅلاو روپۍ به هغه ټرست ته ورکول کیږي چی اوس وخت کی په ایران کی له زلزله ځپلو سره مرسته وکړي.
زمونږ دولسمشر چپن په امریکی کی بولۍ ته وړاندی شوه او له شپږو سوو ډالرو پورته نشوه. هغه هم دطلوع تلویزیون پخوانی کارکونکي فواد لامع واخیسته. دشپږسوو ډالرو او یو ملیون ترمنځ خورا ډیر فرق دی.
دسرِچوک تر راتلونکو خبرونو مو خدای مل شه!