کور / سپورټي / کندهار :د کرکټ لوبډلو د اتلو لۍ ستاينه وسوه

کندهار :د کرکټ لوبډلو د اتلو لۍ ستاينه وسوه

کندهار :د کرکټ ددو لوبډلو د اتلو لی ستاينه وسوه


د کندهار دکرکټ دفدراسیون مسولینو او یوشمیر دکرکټ دلوبی مینه والو نن دوشنبی په احمد شاهي لوبغالي کي د کندهار د کرکټ کلب او د بست کرکټ اتلو لوبډلو دلاسته راوړنو ستاينه يې وکړه .


د افغانستان کرکټ بورډ په کور دننه د کرکټ د ودي په موخه د افغانستان د ٥ زونو د ١٥ کلونو ځوانانو د کرکټ لوبډلو تر منځ سيالۍ په لاره اچولي وي چي د بست لوبډلي يې اتلولي ترلاسه کړه.


د سياليو پاى لوبي ته د بست او مس عينک لوبډلو لاره موندلې وه چي د بست کرکټ لوبډلي د مس عينک لوبډله پر ګونډو کړه او اتلولي يې خپله کړه.


د افغانستان کرکټ بورډ همداراز د هيواد ا تو غوره کرکټ لوبډلو ترمنځ سيالۍ په لاره اچولي وې چي اتلولي يې د کندهار لوبډلي په برخه سوه.


ددې سياليو پاى لوبي ته د کندهار او ننګرهار لوبډلو لاره موندلې وه خو د ننګرهار لوبډلي د کندهار پر وړاندي خپل توان له لاسه ورکړ او ماته يې ومنل.


دکندهار د کرکټ بورډ مسول ولي امين د کندهار په احمد شاهي لوبغالي کي د کندهار او بست زون کرکټ لوبډلو د وړتياوو ستايلوو تر څنګ د هغوى د يوه روښانه راتلونکي وړاندوينه وکړه.


هغه د افغانستان کرکټ بورډ څخه غوښتنه وکړه څو د سهيل په خاص ډول د کندهار کرکټ ته ځانګړې پاملرنه وکړي ځکه دده په وينا چي په دې سيمه کي کرکټ لوبي ځانګړې وده کړې ده.


ولي امين وويل چي په پلازمېنه کابل کي د کندهار او بست زون کرکټ لوبډلو د بريا او ستايني مراسمو ته د هيڅ يوې رسنۍ استازي نه وه راغوښتل سوي او ددې ناغېړۍ پړه يې پر کرکټ بورډ ور واچول.


کندهار د هيواد په کچه يو له هغو ولايتونو څخه دى چي پکښي د کرکټ لوبي په لنډه موده کي زياته وده کړي


دا پداسی حال کی ده چی څه موده وړاندی د عینو مېني د پروژې مشر محمود کرزي په کندهار کي دکرکټ د لوبغالي لپاره ۴۰ جریبه ځمکه په وړیا توګه ورکړی وه .