کور / سياسي / د ملت جوړونې بهیر ته یوه کره کتنه ( دوهمه برخه)

د ملت جوړونې بهیر ته یوه کره کتنه ( دوهمه برخه)

د لومړۍ برخي په ادامه  نن د ژبې ، دین او مذهب توپیر  د ملت جوړونې په  وړاندې خڼډ نه ګڼل کیږی ځکه چې  معاصر تاریخ ثابته کړه چې په اروپا کې چې د ملتونو د جوړیدو بهیر تر ډیره حده بشپړشویده په یوه هیواد کې څو ژبې رسمی دی او یا څو مذهبونه په یوه هیواد کې او یا یوه مذهب په هیوادونو کې رسمی دی خو د دریم نړی کې په هیوادونو کې چې هلته ملت نه دې بشپړشوی د ژبې او د مذهب د توپیر مسایلو کله کله په یوه سیاسی اجندا باندې بدلیږی او ځینې هیوادونه د هژمونستی پالیسی په اساس خپله ژبه او کلتور په ګاوند هیواد کې خپروي  د بیلګې به توګه ایران غواړی چې د فارسی ژبه په اساس خپل سیاسی او کلتوری نفوذ په افغانستان ، تاجکستان او د منځنی اسیا هیوادونو کې تسلط ټینګ کړی خو په اروپا کې نن داسې هڅې لږ لیدل کیږی چې یو هیواد په بل هیواد کې د ژبې له لارې خپل سیاسی نفوذ پلې کړي. 


د اروپایی هیوادونو تاریخ ښیی(سویس) چې د ژبې توپیر د ملت جوړونې مخه نه نیسی که چیرې د ژبې مساله په عادلانه توګه دقانون له لارې حل شي. مهاجرین د کوربه هیواد ملی هویت او ژبه مني.


له هغه ځایه چې د ملت د تعریف منل ایدیالوژیک بڼه لري د مارکسیزم د دکتورینو په اساس په هیواد کې د ولسونو ادغام کیدو ملت نه جوړوي ځکه چې مارکس ولس ته په طبقاتی توګه کتل او ټولنه په دوه نه پخلاکیدونکې طبقې ویشل یعنې د کارګر طبقه اود بورژوازی طبقه او د انتر ناسیونال د روحیی په اساس د یو هیواد کارګران دبل هیواد کارګران خپل بولی او په تیوریک لحاظ سرحد نه مني او د انترناسیونل شعار پورته کوی او د ملت پرځای په آګاهانه او سیاسی ډول د ولس  ، خلک ، وګړو او پرګڼو کلمې استمالوی. پخوانې شوروی اتحاد خپلو محکوم هیوادونو ولسونو ته ملیتونه ویل چې د معنی په لحاظ ملیت د نیشن معنی او مفهوم افاده کولای نشی د همدغه پالیسی په اساس افغان کمونستان ملیت اصطلاح د افغانستان د اقوام د پاره استعمالوی او دکثیرالملیت لغت چې د شوروی اتحاد په جمهوریتونو کې د افتخارپه توګه استعمالیدل په کورکورانه ډول د افغانستان په اقواموباندې استعمالوی چې کوم خاص سیاسی مفهوم نه بیان کوي. پکاره ده چې په سیاسی ادبیاتو کې د ملت پالنه(ملت ګرایی) او قوم یا قبیله پالنه(قبیله ګرایی) سره په څرګند ډول سره تفکیګ شي او د ملی هویت ارزښت په ټولنه کې تفهیم شي تر څو چې د ملی هویت بحران منخته رانشی.  د قومیت پربنا سیاسی هویت غوښته په هیواد کې د ملی هویت د ټینګښت په وړاند ې ستر ننګونه ګڼل ګیږی او د ملی هویت بحران تشدیدوي.


اسلامی ګوندونه یا سیاسی اسلام د ملت(نیشن) د سیاسی کلمې څخه روښانه انځور نه دې وړاندې کړې خو په تیوریک لحاظ  د اسلامی هیوادونو تر منځ سرحد نه مني او کله کله لکه د اروپا اتحادیی شعارونه پورته کوی.


ملت جوړونې یو عام فورمولا نه لری خو د نشنل انتیګریشن او ملت جوړولو دپاره د سوسیالوژی علم پر بڼست ستراتیژیک پلان او ولسی پلوه یا دیموکراتیک قوانینو ته اړتیا لري ترڅو چې د هیواد د بیلابیلو اقوامو ترمنځ د متعادل سیاسی ، اقتصادی او ټولنیزو ارزښتونو به اساس ګډ اړخونه موندل دي او د ملت کیدل ( د نیشن هود) په ولس کې غښتلی شي چې باید د هیواد میشت اقوام د ملی انتیګریشن دپاره یو قوم یا سیمه نوم دملی هویت په توګه ومني. په اکثرو هیوادونو کې د انتیګریت کیدل په لړ کې د یوه  سیمه نوم یا د مشیتو اقوامو د هستوګڼې سیمه او یا د یوه لوی قوم ، قومی هویت د ملی هویت په توګه منی تر څو چې  ګډ سمبولیک ملی اړځ رامنځته شي. البته په طبعی لوی قوم سیاسی حاکمیت منځ ته راوړي او په خپل هیواد کې خپل حاکمیت تثبیتوی. دا قوامو د انتی ګریشن او د ملت جوړونې د پاره قوانین باید په هیواد کې باید ډیر عادلانه او ولس پلوې وي ترڅو چې په هیواد کې بیلتون غوښتونکې او د خود ارادیت احساسات په یوه قوم کې پیدانشي نوځکه د ولت باید هڅه وکړي چې د قومی ګوندونو څخه په ټولنه کې مخنیوی وکړي اود ګوندونو قانون اساسات داسې طرح کړی چې ګوندونه د بیلابیلو اقوامو ټولنه وی ترڅو چې د قومی غوښتنې ځای ملی غوښتنې ونیسی نوځکه ملت جوړونه یوه تاریخی تدریجی پروسه ده چې هراړخیز ستراتیژیک پلان ته ضرورت لري. ملی دولت( نیشن- ستیت) او یوه آزاده او غښتلی ټولنه جوړولی نشو مګر داچې ولس یو شمیر سیاسی او ټولیز ارزښتونه لکه د سیاسی نظام جوړښت، ملی ګټې، ملی هویت، ملی بیرغ، بشری حقوق او متقابل درناوي ومنو او د هغو ساتنه وکړو ترڅو چې د ولس حاکمیت او دقانون حکومت را منځته شي چې د ملت جوړونې دپاره لاره هواره کړي. د دې ډپاره چې قومونه انتی ګریت شي او بیا په متجانسه(اسیملیت) توګه په ټولنه کې جذب شي او بلاخره افرادو په طبعی توګه( نچرلایز شي) د ټولنې غړي او د ملی هویت د امتیازاتو برخمن شي او لکه اروپایی هیوادونو د سیاسی قومی افکار ، احساسات او دودونه نښه نښانې پاته نشي او د هغوی ځای  ملت پلوې  افکار او احساسات ونیسی دا يوه تاریخې تدریجی پروسه ده چې په هیواد کې تر واحد سیاسی حاکمیت لاندې اوږدې مودې سوله ییز چاپیریال او عادلانه دولتی قوانین او متناسب سیاسی . اقتصادی او ټولنیز ودې ته اړتیا لري. د ثور د کودتاچیانو او د روسیی  یرغلګرو له خوا قومی وسله وال کنډکونه جوړیدل او د قومی احساساتو څخه ناوړه سیاسی ګټه اخستل سبب شو چې افغانی ټولنه شاتګ یا ارتجاعی حرکت وګړي  او د بهرنیو هیوادونو د سیاسی مداخلو دپاره لارهواره کړي او حتی دا قوم پلوی پالیسی په نړیواله کچه د بن په تړون کې هم پلې شي  او په افغاني ټولنه کې د قومیت پربڼست سیاسی نظام منځ ته راشي او افغانی ټولنه ورو ورو د قومی  انقطاب په لور بوخي او د ملت جوړونې لومړی مرحله یعنې دا قوامو انتیګریشن یا امتزاج د ځڼډ او خڼډ سره مخامخ کړي او که د قومیت پربنست نظام جوړونه وده وکړي افغانی د ټولنه د ( د س انتیګریشن) یا قومی جلاوالې په لور بیایی.


په شاته پاتې هیوادونو کې د قومی او سیمه ییزه جوړښتونه ماټول تر ټولو ستونزمنه مساله ده خو د اروپایی ملتونو تاریخچه ښیی چي د ټولنې د  ودې او تکامل سره سم قومی جوړښتونه ماټیږی او دا یوه جبری تاریخی پروسه ده چې ټولنه ارومرو قومی جوړښتونه ما تیږی. ننی پرمخ تللې تکنالوژی ، د ټولنې ګړندی سیاسی، اقتصادی ودې او تکامل او مدنی دولتی قوانین د سل کالو مزل ته په لسو کالو رسولې دی او په مجرد د دې چې په کلیو او بانډو کې امنیت تآمین او دولتی حقوقی او قضایی ادارات منځ ته راشي د قومی شوراګانو اړتیا له منځه ځي. د ټوالنې د اتنیکی تکامل او وده یوه عامه دیا لکتیکی ( منطقی) مسله ده چې د اقوامو څخه قبایل جوړیږی او قبایل که چیرې تر واحد سیاسی حاکمیت او محدود جعرافیا کې پاته شي ټولنه د ملت (اتنیک نیشن) جوړیدو په لور ځی.


اروپایی استعمار ګران په اسیایی او افریقایی هیوادونو کې د ملت جوړونې پروسې ته سخت ټاوان رسولې دي په هره سیمه کې چې د دوي ګټه ایجابول هیواد جوړ کړي دی او يو لوی قوم په څو هیوادونوکې ویشلې دی. یو قوم په یو هیواد کې اکثریت په بل هیواد کې اقلیت دی. د مثال په توګه انګریزان کردان په څلور هیوادونو او د عربو شبه قاره څو هیوادونو کې ویشلي او هر یوه ته نړیواله رسمیت ورکړه اوس دا د ولسونو د پاره سخته ده چې د خپل قوم او مورنی هیواد څخه  بیلوالې ومني نو ځکه د پان عرب اصطلاح منځته راغی.بله ستونزه په ملت جوړونه کې چې هغه هم د استعمار او تیری ثمره ده په هیواد کې  د  اقوامو تاریخی  طبعی تناسب له منځه وړل او دهغه پر ځای د سیاسی تناسب په اساس اقوام په بیلابیلو هیوادونو ویشل او هر هیواد ته سیاسی رسمیت ورکول دي. په دغسې هیوادونو کې  د هیوادونو قومی او اتنیکی جوړښت  د سیاسی جغرافیا سره سمون نه خوری. لرغون توران یا ترکستان په منځنی اسیا کې د ستالین د حکومت(1954) لخوا د سیاسی او ستراتیژیک ضرورت په اساس په شپږ هیواونوکې وویشل شول چې د هغوی کلتوری او اتنیک جوړښت سره سمون نه خوری مثلآ په ازبکستان کې ډیر تاجکان میشت او ترڅو چې تاجکستان موجود وی ځان ازبک نه بولي او د ازبکانو سره په اسانی نه ادغام کیږی او په سلګونو نور مثالونه شته چې نن  د یو هیواد د په بل هیواد کې مداخله کوي. همدا رنګه د استعماربله ثمره  پاکستان ده او هلته د پنجابی په ګټه هیواد منځته  راتلل دسیمې طبعی اتنیک جوړښت له منځه وړل شویده او ډیر وخت غواړی چې هلته پښتون،پنجابی ، سندی او بلوچ  لکه انګلو- ساکسن سره انتی ګریت شي او دا پروسه کم ترکمه زر کاله مارشالا نظام او زر دانې اتومی  بمونه او په کورنیو جګړو کې افغانستان غواړی. ښکاره خبره ده چې د سرحد پښتانه د افغانستان سره په آسانی انتی ګریت کیږی خو هغو په پاکستان کې حقوق غواړی.په دغه سیمه کې انګریزی استعمار سبب شو چې  د ملت جوړونې پروسه د استعمار قربانی شی.


که چیرې استعمار ګر هیواد یوه لوی قوم په دوه یا  درې هیوادونو باندې ویشی خو کله چې یوه قوم وینې چې په یوه داسې هیواد کې اوسیږی چې دهغه هیواد د لوی قوم  سره کلتوری اړیکې نه لری او یواځې د حکومت زور دی چې نه پریږدی خپل پلارنی قوم سره یو ځای شی نو د داسې اقوامو انتیګریت کول د یو بل قوم سره چې هغه سره مشترکه کلتوری او مذهبی اړیکې نه لری ډیر سخت کار دی او حتې دیموکراتیک قوانین هم په انتی ګریت کولو کې دومره مرسته نه کوی. خوله بده مرغه کله چې  په ټولنه کې  قومی احساسات راپارول کیږی او یا قومی شخړه جوړیږی په مطبوعاتو کې دارنګه قومی شخړو ته چې د  سکتاریزم یا سکترینیزم یوه برخه ده په مطبوعاتو کې د نشنلیزم يا ملت پالنه تر عنوان لاندې معرفی کیږی چې  قومی مبارزه د  نشنلیزم یا ملت پالنه سره اړیکې نه لري ځکه چې په یوه قومی ټولنه کې ملت په عملی توګه  نشته او هیواد د اقوامو ټولنه ده. کله چې ملت یا نیشن منځ ته نه وې راغلې نو نشلیزم له کومې شو. نشنلیزم د ملت د لوړو ارزښتونو په وړاندې دو فاداری بیان دی. قومی او قبیلوی ناسیونالیزم با زاری اصطلاحات ده ځکه چې لومړی باید قومی او قبیلوی جوړښتونه مات شي تر څو چې ملت منځته راشي. په عملی توګه یواځې په یوه هیواد کې د ملت دجوړیدو په صورت په یوه ملت پلوه ډله باندې د نشنلیست یا ملت پلوي اصطلاح استعمالیدی شي ڼه په یوه قومی ټولنه کې په قوم پلو ډلو باندې…د تاریخ له پلوه ملتونه په دوه ډوله منځته راځي.


  (مدنی ملت- د مدنی ارزښتونو پربڼست ملت جوړونې) Civic Nation1-
  ( د اقوامو پر بڼست ملت  )Ethnic Nation2-


1- مدنی ملت جوړونې هغه پروسې ته ویل کیږی چې په هیواد کې د ولس تر منځ سیاسی ، اقتصادی  کلتوری او ټولنیزې اړیکې د نژاد او قومیت پر بنا نه وي ولاړ او دهغو پر ځای د فردی حقوقو پر اساس ټولنیزې اړیکې ټینګ شوی وي.مدنی ملتونه په کانادا ، متحده امریکا،استرلیا او یو شمیر اروپا هیوادونو کې ښه مطا لعه کیدی شي. د مثال په توګه کانادا نن یو مدنی ملت ګڼل کیږی. لکه چې ما ویل په ملت جوړونه کې د هیواد د جوړیدو څرنګوالې ډیر اهمیت لری. کانادا د ڼیو فرانس (1603-1763) په نامه دفرانسې مستعمره وه اوبیا د انګلستان د امپراتوری مستعمره (1764-1867 ) شوه. کانادا په ( 1867/جولای ) میلادی خپله خپلواکی د بریتانیا څخه واخسته. دې کې شک نشته چې فرانسویان او انګریزان د دې هیواد د دولت او د ملت بڼست ایښودونکې دي او دا هیواد د فرانسوی او بریتانیوی د کلچر پزبنسټ جوړ شوی دی او د نورو هیوادونو مهاجرین چې هلته د سیاسی يا اقتصادی ستونزی پر بنا کانادا ته راغلی دي د انګلیسی او فرانسوی  کالچر  اساسات او د کانا د دولت  قوانین منلی دي او دهغه هیواد ملی هویت ترلاسه کړی دي.  کانادا چې د یو کلی نوم ده او په ټول هیواد کې د هیواد دنوم په توګه منل شوی دي. مدنی ملت جوړول په هغه هیوادونو کې چې د هیواد جوړښت د بیلابیلو هیوادونو د مهاجرینو یوه ټولیزه وي لکه متحده ایالات نسبتآ آسانه ده ځکه چې هلته ولس پلوه قواننین او لوړ اقتصاد واکمن وي  د افرادو  انتګریشن ، اسمیلیشن او نچرلایزه شن پروسې او د ملت جوړونې بهیر هم اسانه ده ڼسبت په هغه هیوادونو کې چې هلته منظم قومی جوړښتونه او قومی رقابتونه موجود دي.


دمثال په توګه د کانادا هیواد د مهاجرینو یوه ټولنه ده او نن د هغه هیواد شل فیصده نفوس د نورو هیوادونو متولدین دي چې د سیاسی یا اقتصادی دلایلو په خاطر خپل ټاتوبې خوشې کړی او په اګاهانه توګه د کاناد ملی هویت او اساسی قانون منلي دی او عین پروسه په استرلیا ، امریکا او لویدیز اروپاکې ادامه لری.


په ټولیزه توګه نن په نړی کې دواړه مدنی او قومی ملت جوړونې بهیر روان دي د یوه هیواد اتباع په مختلفو دلایلو په لحاظ د بل هیواد ملی هویت منی. همد لته ده چې د مدنی ملت جوړونه دپاره نژاد، قومیت،مذهب او کلتوری ارزښتونه خڼډ ګرځیدلی  نشي  ځکه کله چې یوفرد د بل هیواد سیاسی تابعیت( نشنلیتی ( ملی تعلقیت ) منی د هغه مذهبی او کلتوری حقوق محفوظ پاته کیږی چې دارنګه ټولنو ته د مولتی کلچری یا ګڼ دودیز هیواد ویلل کیږی. د ساینس او تکنالوژی پرمختګ یا مودرنیتې د ملت جوړونې تګلار ته چتکتیا ورکوی او نړی د ګلوبلایزشن په لور ځي ،  د اروپا د یووالې ټولنه د  انتر ناسیونال په تیوری د بطلان کرښه کش کړه.


اتنیکی مبارزه د ملت جوړونې او دهغه په تیوری یعنې ملت پالنې( نشنلیزم) په وړاندې ستر خڼډ ګڼل کیږي  خو کمونستان قومی او اتنیکی مبارزه نشنلیزم بولی چې نادرسته تعریف ده.


Ethnic Nation دوهم- د اقوامو پر بڼست ملت جوړونې


د تاریخ له پلوه د یوه اصل په توګه لوی قوم يا غښتلی ډله د دولت بڼست ایږدی او هیواد جوړوی اود خپل کلتور په اساس د هیواد نوم ټاکی او هغه ته سیاسی ولسی هویت یا په ننی مفهوم ملی هویت ورکوی او خپل کلتوراو دین په هغه کې خپروی او د هیواد د موجودیت څخه دفاع کوي. نور ووړ اقوام  چې په هیواد کې اوسیږی د ځواکمن لوی قوم یا د ځواکمن سیاسی ډله( پاچا کورنۍ ) واکمنی مني. سیاسی حاکمیت  د خپل تاریخ او کلتور او اتنیک ریښې پر بڼست دهیواد نوم ټاکې. تر حاکمیت لاندې په هیواد کې میشت اقوام په تدریجی توګه سره انتی ګریت کیږی او سیاسی ، اقتصادی او کلتوری ودې او تکامل یره سم ځینې ملت جوړیږي او یا برعکس مخ کې له دې چې ملت جوړ شي که چیری واکمن ځواک کمزورې کیږی د هیواد د میشتو اقوامو تر منځ شخړه منځ ته راځی د ملت جوړونې پروسه په ټپه دریږی حو که چیرې د هیواد بڼست ایښودونکې قوم یا ځواک بیرته په هیواد کې واکمنۍ ټینګ ګړي یو ځل بیا د اقوامو د انتیګریت کیدل او یوالې پروسه پیلیږی.


د  دریم میلادی پیړی څخه راپه دي خوا په اروپا کې ډیر اقوام او قبایل سره مدغم شوی دي. د مثال په توګه د فرانک او ګول قبایل د مدغم کیدو څخه وروسته دوه سوه کاله دمخه د فرانسې په هیواد کې د فرانسې ملت منځ ته راغلی او په سل ګونو نور قبایل په اروپا کې موجود ؤ چې نن سره مدغم شوی دی او په اروپایی هیوادونو کې خلک اوس په هغه قبایلو پورې ځان منصوب نه بولی.


خوپه افریقا ، لاتین امریکا او د آسیاپه قاره کې قبایلی  او قومی جوړښتونه او د فیودالی ټولنې سیاسی او کلتوری دودونه په خپل قوت کې دي او د يوه  و ا قعیت توګه د اقوامو  سیاسی موجودیت په دولتی قوانینو کې ذکر شوی دی او په هیواد کې هر قوم کوښښ کوی چې د خپل قوم دپاره سیاسی امتیاز ترلاسه کړي چې دا ډول امتیازات قومی ترلاسه کول د ملت جوړونې پروسه مخ ډب کوي.


د ملت جورونې دپاره  په افغانستان کې که چیرې د واکمن دولت له خوا د ولس پلوې مدنی قوانینو په رڼا یوه سالمه  نشنل انتیګرشن پلان وړاندې شي چې د افغانستان د سیاسی ، اقتصادی او ټولنیز شرایطو د ودې سره سم وي قومی او قبیلوی جوړښتونه به په تدریجی توګه ماتیږی او د ملت جوړونې بهیر غښتلې کیږی.


د ملی یوالې یا نشنل یونتی د پروسې هدف دا دی چې د افغانستان اقوام د مسالمت آمیزې هم زیستی یاسوله اییز ګډ ژوند د اصلو په اساس ژوند وکړی مګر په هغو هیوادونوکې چې د ملت جوړونې بهیر بشپړ شوی دي  د نشنل یونیتی څخه هدف دا دی چې په عمده ملی مسایلو کې د ملت اکثریت د واحد نظر اوعمل خاوند وي  ځکه چې هلته اقوام نشته نوله دې کبله زموږ اخستنه د ملی یوالې څخه د اقوامو وحدت دی مګر په متمدنو ملتونو کې د ملی یوالې څخه هدف د ملت د نظر یوالې دي.


په افغانستان کې په کار ده چې په مسؤلانه او آګاهانه توکه د ملت جوړونې دپاره د یوه ستراتیژیک او سوسیالوژیک پلان له مخې کاروشی چې نشنل یونیتی او نشنل انتی ګریشن څنګ په څنګ روان وي او د افغانستان بیلابیل اقوام په تدریخی توګه  په ښارونو ، دولتی او غیر دولتی موسسات ، تولنیز او اقتصادی او سیاسی جوړښتونو کې ګډ شي.


همداراز په کلیو او بانډو کې هم اقوامو دپاره لارې او ګوډرونه جوړشي ترڅو چې بیلابیل اقوام ګډ یا انتی ګریت شي او د ولس ترمنځ ګډ سیاسی،اقتصادی او ټولنیز اړخونه یا وجوهات پیداشی چې د قومی او سیمه ییزې ګټواو کلتورونو ځای ملی ګټې او ملی کلتور ونیسی.  په دغو پروسو کې  ولسی پلوه يا دیموکراتیک قوانین او ټولنیزعدالت ټینګښت ستره برخه لری تر څو چې د تبعیض او تحقیر څای ملی غور ونیسی او اقوام هم په اګاهانه ډول درک کړی کله چې قومی هویت په سیاسی لحاظ له لاسه ورکوی د هغه پرځای ملی هویت ترلاسه کوی او دا د تولنیز تکامل تګ لاره ده او ټولنه ارومرو د قیامت ترورځې پورې د تکامل په لور ځي. د بلې خوا نن د قومی هویت سره هم ناممکنه ده چې څوک نړیواله پیژنګلوې ترلاسه کړي. که څه هم د ملت جوړونې بهیر یو تا ریخی تدریجی پروسه ده اوږد وخت ته اړتیالری ترڅو چې قومی جوړښتونه په کلی توګه مات شي. په افغانستان کې اسلامیت او افغانیت دوه ستره فکتورونه دي چې قومی اوسیمه ییزی چوکاتونه ماتولای شي. د بلې خوا نن د ساینس ، تکنالوژی ،مدیا ،عادلانه دولتی قوانین ، علمی ، کلتوری هنری، ادبی ،سپورتی ټولنې او د ملت پال ګوندونو په برکت د ملت جوړونې پروسه کړند کیدی شي. ملتونه ډیر صفات او ځاګړتیاوې لری لکه ملی ګټه خوندی کول او د کورنیو او بهرنیو پیښو په وړاندې ګډ ملی تصمیم نیول او دریځ غوره کول دهغو له جملې څخه دي. د مثال په توګه که چیرې د عراق ولس څخه لکه آلمان او جاپان ملت جوړ شوی وی نو به د امریکا د یرغل په وړاندی یا ټول ملت دریدلی وی او یا ټول تسلیم شوی وی. خو عراقی ولس د امریکا د یرغل په وړاندی په قومی کچه عمل وکړه نه په ملی سطحه او په عراق کې ملی کټې اوملی تاوان په شعیه ، سنی او کردانو باندې وویشل شول او ثابت شوه چې په عراق کې تر اوسه پورې ملت منځ ته نه دې راغلی اوعراقی ولس د قومیت او مذهب پربنا بیل بیل تصمیم نیول کیږي او د عراق د هیواد ولس د سنی او شعیه عربو او د کردانو ټولنه دي نه واحد ملت.


په شلمه پیړی په افغانستان کې د ملت جوړونې او ملي ټولنې د جوړیدو په وړاندې ستره خنډنه د بهرنیو هیوادونو د تیریو په څنګ کې د هیواد جیو پولیتیک موقعیت  او صعب العبورې لارې د هیواد سیاسی ، اقتصادی او ټولنیز نیمګړې ودې او پرمختګ ؤ چې دالاملونه سبب شول چې په افغانستان کې قومی جوړښتونه مات نه شي او فیودالی کلتور تر یوویشتم پيړی پوري وغزیږی او ملت جوړونه د ځڼد سره مخامخ شي. د بلې خوا د افغانستان د دولت واکمنانو د ملت جوړونې او نشنل انتیګریشن دپاره کومه واضح پاليسي اوستراتیژي نه درلوده. موږ په دې باور یو چې په افغانستان کې د ولس پلوي قوانینو ، د قانون حاکمیت او د ټولنیز عدالت په رڼا کې د ملت جوړونې بهیر ګړندی کیږی او په افغانستان کې متمدنه ملت جوریږی. کوم ملت؟افغان ملت. په افغانستان کې د متمدنې ملت جوړونې بڼستیزه برخه  د افغانستان د خپلواکی ، د خاورې بشپړ تیا ، د افغانی ملی هویت ، د ملی یوالې او د ملی ګټو  ساتنه دي . دا د افغان ملت پالو دنده ده چې خپل ولس د هرډول استبدادي نظام او استبدادی کلتور څخه وژغوري او د پردی  فرهنګ په وړاندې د خپل ملی کلتور څخه ساتنه وکړي.  افغان ملت پال  د یو داسې ملی متمدنې ټولنې د جوړیدو غوښتونکې دي چې په هغه کې ټولنیز عدالت ، ملی واکمنۍ ، ولسواکۍ ، مذهبی آزادی ، بشری حقوق او د بیان ازادی په کې ټامین شي تر څو چې په افغانستان کې د ملت جوړونې تاریخی بهیر چټک شي. افغان ملت پال خپل ملی دنده او تاریخی رسالت بولی چې په افغانی ټولنه کې د اسلامیت ، افغانیت ، تقوا ، فضیلت او معنویت روحیی ته  وده اوبرختیا ورکړي . پای