په کندهار کي د لس ميګاواټه برېښنا جنراتور په کار پيل وکړ
د کندهار ختيځ ښوراندام په سيمه کي نن د لس ميګاواټه برېښنا توليدوونکی جنرېټر د يو شمېر کورنيو او بهرنيو چاراوکو په ملتيا په رسمي ډول پرانستل سو . ويل کيږي چي ددې جنرېټر څخه په ګټه اخستنه به د کندهار صنعتي پارک لسګونه هغه تړل سوي فابرېکې چي د برېښنا د نست له امله بندي سوې وي يو ځل بيا په کار پيل وکړي چي له امله به يې په زرګونو کسان په کار بوخت سي .
په دې مراسمو کي د امريکا سفير او کندهار والي هم برخه اخستې وه ، کندهار والي توريالي ويسا وويل چي د کندهار ښاريانو سره د شل ميګاواټه برېښنا چمتو کولو د ژمني لومړۍ برخه يې عملي کړه او پاته شل ميګاواټه برېښنا به د کندهار ښاريانو لپاره ددې ښار په لويديځ مېرويس نېکه مېنه کي په نژدې راتلونکي کي پرانيزي . نوموړي د سيمي په اقتصادي پرمختګ کي ددې پروژې پرانستنه ډېره مهمه وبلله .
د امريکا سفير كارل ايكن دا پروژه د نا امنۍ په له منځه وړلو کي ارزښتناکه وبلله .