کور / تازه خبرونه / افغان حکومت د ٧ وسله والو د وژلو ادعا وکړه

افغان حکومت د ٧ وسله والو د وژلو ادعا وکړه

لراوبر ويپاڼې ته د افغانستان د ملي د فاع وزارت له لورې د را رسېدلې د مطبوعاتي خبرپاڼې پربنسټ دغه کسان دوه ورځې وړاندې د هلمند په کجکي ولسوالۍ د يو وسله وال اخ ډب په ترڅ کې ووژل شول.


خبرپاڼې په دغه نښته کې د خپلو ٢ سرتيرو د وژلو او ٦ نورو د ټپي کيدو پخلى کړى دى.


د خبرپاڼې له مخې د دغه ولايت د نادعلي په ولسوالۍ کې د ايساف او افغان سرتيرو په گډو عملياتو کې ٢ نور مشکوک وسله وال هم وژل شوي دي.


خبرپاڼې د وژل شوو کسانو هويت نه دى په ډاگه کړى او دا يې هم نه دي ويلي چې،په دغو کسانو د مخالفو وسله والو کوم لوړ پوړى چارواکى هم گډون لري او څنگه؟


تر اوسه د افغان حکومت د دغې ادعا په اړه طالب وسله والو څه نه دي ويلي.


هلمند ولايت د افغانستان په سويل کې پروت هغه ولايت دى چې،د نورو هغو په پرتله په کې وسله وال طالبان ډير پياوړى بلل کيږي.


له دغه ولايت څخه وخت ناوخت د نښتو او جگړو رپوټونو ترلاسه کيږي.


د دغې سيمې ډير شمير اوسيدونکي ادعا کوي چې،بهرني سرتيري د طالب وسله والو د لټون په موخه په ناقانونه توگه د دوى کورونو پلټې او د مزاحمت پرمهال يې سړي وژني.