کور / سپورټي / د افغانستان الف لوبډله کرکټ لوبډله اماراتو ته سفر کوي

د افغانستان الف لوبډله کرکټ لوبډله اماراتو ته سفر کوي

د افغانستان الف کرکټ ملي لوبډله په عربي متحده اماراتو کې د ابوظبي، دوبۍ او شارجې کرکټ لوبډلو سره لوبې ترسره کوي.
د افغانستان الف لوبډله به په دې سفر کې اته(۸) لوبې کوي چې ۳ شل اوریزې، ۲ دوه ورځینۍ او ۳ یورځینۍ لوبې پکې شاملې دي.
د افغانستان کرکټ بورډ الف لوبډله د ډیرو تخنیکې، معیاري او د سیالیو وروسته جوړه شوې ده، د الف لوبډلې د وه لوبډلې زمری او پړانګ افغان کرکټ بورډ د پاکستان هیواد ته استولې وې چې زمري د ۴ څخه ۴ او پړانګ د ۶ څخه ۴ وګټلې.
په همدې اساس کوم لوبغاړي چې ښه ځلیدلي و د مڼډو د کتاب له مخې یې د افغانستان الف ملي لوبډلې ته لاره پیدا کړې ده.
د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایوي مشر ډاکټر حامد شینواري رسنیو ته وویل (( افغان کرکټ بورډ هرې افغان کرکټ لوبډلې ته لوبغاړي د خپل استعداد له مخې غوره کوي، د هیڅ چا حق نه خوړل کیږي او نه بل چاته ورکول کیږي، موږ د دې ملت او کړیدلې اولس لپاره کار کوو د هیڅ چا واسطې نه منو هر لوبغاړی چې ښه وځلیږي جګې سترګې به د افغانستان لپاره لوبه کوي او مخکې به ځي)).
افغان الف لوبډله به د دې میاشتې په دریمه اونۍ کې متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي، تر اوسه داسې اټکل کیږي چې لومړۍ لوبه به یې د جنورې په ۲۵ نېټه پېل شي.