عمر البشير: د سوډان جنوبي برخې به بې ثباته شي

34 | جنوري 8th, 2011


دسوډان ولسمشرعمرالبشير خبردارى ورکړى چې ددغه هيواددسوېل يوه برخه له خپلواکه کېدوورسته به له بې ثباتۍ سره مخ شي.
نوموړي همداراز ويلي چې دسوډان سوېل برخه د نولس سوه نهه نوي کال راپه دې خواپه جنګ جګړوکې ښکېل دى او ديوه خپلواک حکومت داداره کولولپاره کافي تجربه نه لري.
ټاکل شوې څو دسوېلي سوډان له خلکو څخه له شمالي سوډان څخه دجلاکېدوپه موخه سبايوه ټول پوښتنه ترسره شي ، اوداسې انګيرل کيږي چې ډېرى خلک به دغې ټول پوښتنې ته مثبت ځواب ووايي.

Copyright Larawbar 2007-2024