کور / شعر / غزل

غزل

د زمانې مسيلمه که مونږ نه ژپه پـــــــرې کړي
بيا هم حبيـــــب دابن زيد غـــــــوندې اقرار کوو

ګورئ باطل ته چې دحق لباس و نه ګنډل شي
د شريعت په نــــــــــــــــــېغه لاره به رفتار کوو

دمــــــــظلوم وينه چې په لاس د ظالم وبهيږي
د عبادت په نيت غــــــــــــــچ اخلو او اصرارکوو

دپاک حضرت په رهبرۍ کې مو لوستلي دي دا
د ځان دفاع کې بيا په کلکه ټينګ ګــــــوزار کوو

يو بل ته لاس وراوږدوو طمــــعه ترې نه کوو بيا
په نوم ښېګڼه کې له ټولو نه تــــــــــلوار کوو

باغ د نېکۍ کې داحسان نيالګي ډېر ژرشنه کيږي
ورځ د مــــــــــــحشر کې يې مېوو ته انتظار کوو

د دنياګۍ ارزښت د مـــــاشي له وزر نه کم دى
دغه وينا د پيغمبــــــــــــــــــــــر به په باربار کوو

د ژوندون چـــــارې به راټولې تر وزر لاندې شي
په خوله او سترګو چې د عقل له خوا څار کوو

دلته دمه کوي ســـــــــاکښ بيا روانيږي ترېنه
حقوقي ګوره دژوندون شـــــېبې په شمار کوو