امريکا: وسله والې حملې شپږ تنه مړله او ١٣ زخميان کړل

34 | جنوري 9th, 2011


دامريکاد ايروزوناايالت په توسن ښار کې ديوه وسلوال تنه په ناببره ډزوکې ديوه فيډرال قاضي په ګډون شپږ تنه ووژل شول او ديارلس نورټپيان شوي دي.
په دغو ډزوکې چې دشنبې په ورځ ترسره شوې دامريکاپه کنګرې کې دايروزوناايالت څخه دډيموکرات ګونداستازى (ګابرل ګيفورس ) په سرسخت ټپي شواودمګړۍ يي روغتيايي وضعت يي دانديښنې وړښودل شوى.
ويل کيږي چې دغه پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې د( ګابرل ګيفورس ) مېرمن دخپلې ټاکنيزې حوزې ديوشمېرکسانو سره خبرې اترې کولې.
چې نوموړي تنه پرې ناببره ډزې پيل کړې چې په ترڅ کې يي نولس تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
بلخوادامريکاولسمشربارک اوبامادغه بريدپه کلکه غندلى او ويلي يي دي چې دغسې ناورينونه دامريکاپه خلاصه ټولنه کې هيڅ ځاى نه لري.

Copyright Larawbar 2007-2024