د بس د چپه کېدو له امله ۱۴ تنه مړه او ۲۵ نور زخمیان سول
د مرکزي امریکا د ګواتمالا په غرنۍ سیمه کي د یوه بس د چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۱۴ تنه له منځه تللي او شاوخوا ۲۵ نور زخمیان سوي دي . د بس د چپه کېدو پر مهال په بس کي ۶۰ مسافرین ناست وه .
راپور زیاتوي چي بس د سړک نه د اوښتلو څخه وروسته په ۵۰ متره ژوره تنګه دره کي ولوېدئ . همدراز ویل کيږي چي د ګواتمالا په دغه غرنۍ سیمه کي زیاتره وخت ورته پيښي رامنځته کیږي، چي له امله یې زیات شمېر کسان له منځه ځي .
یوه تن، چي د پيښي څخه وروسته یې حالت د اندېښنې وړ نه دئ بلل سئ، و محلي رسنیو ته ویلي چي بس چلوونکی ډېر تېز روان و، کله چي باید کاټ سوي وائ، نو بریکانو پوره کار ونه کړ او بس هغه ژور ځای ته ولوېدئ .