اقتصاد : د وزګارۍ پر ضد لاریونو له کبله ۸ تنه له منځه ولاړل
په تونسیه کي د وزګارۍ پر ضد لاریونونو کښي لږ تر لږه ۸ تنه له منځه تللي دي .
د کورنيو چارو د وزارت د یوې بیانیې له مخي په دوو ښارونو کي پولیسو هغه مهال د ځان د دفاع په خاطر ډزي وکړې، کله چي لاریون کوونکو پر عامه تعمیرونو حملې شروع کړې .
ذکر سوې بیانیه زیاتوي، چي ۵ تنه د تالا په ښار کي د شپې په اخ و ډب کي له منځه تللي دي او پاته ۳ تنه د کېسرین نومي ښار د وحشي حملو قربانیان سول .
همداراز ویل کیږي چي لاریون کوونکو د عامه تعمیرونو سره ترڅنګ پر ځینو حکومتي تعمیرونه هم حملې کړي، ۳ بانکونه او یو پولیسي دفتر یې وران کړي دي . نوموړو د پولیسو یوه موټر ته هم اور اچولئ دئ. ددې هرڅه د پېښېدو پر مهال پولیسو په هوا کي ډزي وکړي، خو لاریون کوونکو د تعمیرونو ورانولو او اورونه بلولو ته ادامه ورکړل او د هيڅ چا خیال یې نه ساتئ .