هلمند: د ادارې او اقتصاد مسلكي لېسه رسماً پرانستل سوه

عطاالله محمدي | جنوري 10th, 2011


په دې ولايت كي لا د وړاندي دوې مسلكي ليسې دكرهڼي په برخه كي فعالي وې چي دا مهال دپوهني وزارت د تخنيكي معينيت په چوكاټ كې پنځه نوري مسلكي لېسې منظوري سوي دي چي ټول ټال به په دې ولايت كي اووه مسلكي لېسې چي څلور به يې دكرهڼي اوپاتي به په نوروبرخوكي وي چي وروسته به په کار پيل وکړي .
دغه لېسې د دې ولايت په مارجه ،ناوې،نادعلي،گرمسېر،گرشك اومركزلښكرگاه كي وې چي دوې لېسې به په راتلونكي كي په انستيتيونو بدلي سي.
د دې ليسودپاره ځينوته ودانۍ جوړي سوي او ځينو نورو ته به دانگلستان هيواد دنړيوالي پرمختيايي ادارې په مالي مرسته جوړ سي چي داقتصاد اوادارې مسلكي ليسه ديكشنبې په ورځ رسما د هلمند والي محمدگلاب منگل اونورومسؤلينودخوا دپټۍ په پرېكولوسره دزده كوونكوپرمخ پرانيستل سوه چي نه يوازي به پكښې نارينه بلكې ښځينه زده كوونكې به هم مسلكي زده كړي كوي.
ديادونې وړده چي هلمند د هيواد په كچه يوازنى ولايت دئ چي پكښي به اوه مسلكي لېسې ستون ولري .

Copyright Larawbar 2007-2024