امريکا له کابل ښاروالۍ سره ١٢٠ ميليون ډالر مرسته وکړه

34 | جنوري 10th, 2011


دامريکادمتحده ايالاتونړيوالې پراختيايي ادارې دکابل ښاروالۍ سره ((يوسل او شل)) ميليونه ډالره مرسته وکړه .
دکابل ښاروال وايي چې دغه پېسې به دکابل ښار په پاکولو او سمسورتياکې ولګول شي.
همدارنګه دکابل ښاروال وايي که څه هم په څوورستيوکلونوکې دپلازمېنې دبيارغونې بهيرپه جدي توګه پرمخ روان دى،خو وايي دغه کارونه دبسنې وړنه دي،او له مرسته کونکوادارو دلازياتومرستوغوښتنه کوي.
نوموړى زياته وي چې دراتلونکې کال په پسرلي کې به قابو((يوميليونو)) نيالګي هم دکابل په بېلابېلو برخوکې کېنول شي.
دکابل ښاروالۍ په ويناتردې مهاله دامريکامتحدايالاتونه،ترکيه او جاپان هغه هيوادونه دي چې ددغه ارګان سره يي ډېرې مرستې کړي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024