د الکولي مشروباتو لېږدوونکى په ١٢ کاله بند محکوم شو
له نشي توکوسردمبارزې دعدلي او قضايي مرکزيوتن دالکولي مشروباتوسره دليږد په تورپه مجازاتو محکوم کړى دى .
ددغې مرکزپه يوه خبرپاڼه کې راغلي چې دبلخ ولايت دغه اوسېدونکى دشپې څخه دګټې په اخېستنې سره غوښتل چې ((درې سوه شل لېتره )) الکولي مشروبات او نږدي زر لېتره کيمياوي مواد دشيرخان بندرڅخه دکندوز ولايت ته وليږدوي.چې دامنيتي ځواکونولخوا ونيول شو.
په خبرپاڼه کې زياته شوده چې ددغې مرکز لومړنى محکمې دغه تن په ((دولسوکلنو))بندمحکوم کړى.