المان: تر ٢٠١٤ کال وروسته هم له افغانستان سره مرستې کوو

34 | جنوري 10th, 2011


دالمان هيواد دبهرنيوچارو وزير وايي د دوه زره څوارلسم ميلادي کال وروسته به هم دغه هيواد له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
نوموړي زياته کړه دوه زره يوولسم ميلادي کال د اففانستان له پاره ډېرمهم اوله مسئوليتونوڅخه ډک کال دى .
دنوموړي هيواد دبهرنيوچارو وزيرچې له افغان چارواکوسره يې په ليدنه کې دغه څرګندونې کولي دافغانستان سره دخپل هيواد په همکارۍ يوځلي بيا ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې هيواد به يې له افغانستان سره په بيلابيلو برخو کې مرسته وکړي .
دالمان دبهرنيو چارو وزير د اداري فساد پر وړاندې مبارزه دافغانانودحقوقو لپاره اړين وبلله،او په له منځه وړلو يي ټېنګار وکړو.

Copyright Larawbar 2007-2024