کور / سپورټي / د کرکيټ بورډ اداري مشر له دندي استعفاء وکړه

د کرکيټ بورډ اداري مشر له دندي استعفاء وکړه

د افغانستان د کرکيټ بورډ اداري مشر ډاکټر حامد شينواري له خپلي دندي د استفعاء اعلان کړى دئ.
د کرکيټ بورډ څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي د نوموړي د استعفاء لامل په اسټراليا هيواد کي لوړو زدکړو ته د دوام ورکول په ګوته سوي دي.
خبرپاڼه وايي حامد شينواري د افغانستان د کورني کرکيټ په وده کي د پام وړ کارونه او د بورډ په اداري چارو کي اصلاحات راوستي وو، چي د کرکيټ بورډ مننه ځني کوي.
د خبر پاڼي له مخي حامد شينواري د خپلي دندي پر مهال افغان الف لوبډله، د ملي کرکيټ اکاډمۍ لوبډله او د زونونو لوبډلي جوړي کړې او د کرکيټ له نړۍ والي شورا سره يې د افغانستان د کرکيټ بورډ اړيکي ټينګي کړې.
د کرکيټ بورډ که څه هم د ښاغلي شينواري د لاسته راوړنو قدرانى کړى، خو پر نوموړي باندي د ملي لوبډلي د ځينو لوبغاړو له خو نيوکي هم کېدې چي ويل يې د کرکيټ په لوبه ډېر نه پوهېدئ خو په مسلکي چارو کي يې زياته لاس وهنه کوله.
همدا راز تيره مياشت له کراچي څخه د درو افغان لوبغاړو د شړلو پړه هم پر حامد شينواري لوېده چي ويل يې افغان لوبغاړي يې د رسمي لوبي دپاره بېله پاسپورټ څخه د پاکستان د سند ايالت ته لېږلي وو.
بلي خوا ته د کرکيټ نړۍ والي شورا د حامد شينواري پر استعفاء خواشيني څرګنده کړې او ويلي دي چي نوموړى تر ډېره حده په اداري چارو کي بلد وو.
د کرکيټ بورډ خبرپاڼه وايي د نوي اجرائيوي مشر په هکله لا تر اوسه تصميم نه دئ نيول سوئ.