کور / سپورټي / حمید حسن د ۲۰۱۰ز کال غوره لوبغاړی او د ملي لوبډلې کپتان شو

حمید حسن د ۲۰۱۰ز کال غوره لوبغاړی او د ملي لوبډلې کپتان شو

د افغانستان کرکټ بورډ حمید حسن د ۲۰۱۰ز کال د غوره لوبغاړي لقب او د ۲۰۱۱ز کال د شل اوریزو او یو ورځینیو لوبو کپتان ونوماوه.
حمید حسن سره په خوا کې به د اوږدو لوبو( ټیسټ) کپتاني د ملي لوبډلې پخوانی کپتان نورو ز منګل کوي او په راتلونکي کې به افغان کرکټ بورډ نوموړو ته مرستیال کپتان ورپیژني.
حمید حسن په ۲۰۱۰ز کال کې د افغان ملي لوبډلې د نورو لوبغاړو په نسبت ښه لوبه کړي نو په همدې اساس افغان کرکټ بورډ نوموړی د ۲۰۱۰ز کال غوره لوبغاړی ونومولو.
د افغان کرکټ بورډ د غوراوۍ او تخنیکي کمیټو دا پرېکړه کړي چې حمید حسن د افغان ملي لوبډلې لپاره یو ښه کپتان کیدلای شي.
د حمید حسن په اړه ډاکټر حامد شینواري وايي (( محمد نبي ښه لوبغاړی دی خو په اسیاد کې د خرابې کپتانۍ له امله لرې کوو او پر ځای یې حمید حسن ټاکو له دې نه پس به حمید حسن د شل اوریزو او یو ورځینیو لوبو کپتاني کوي او د اوږدو لوبو یا ټیسټ لوبو کپتان به د پخوا په څېر نوروز منګل وي)).
حمید حسن تر اوسه پورې ۱۲ یو ورځینۍ لوبې کړي دي، په ۶۲۶ توپونو یې ۴۵۹ منډې ورکړي او په هر اور کې یې د منډو اوسط ۴.۳۹ دی، یعنې په یو اور کې یې ۴.۳۹ منډې ورکړي دي.
حمید حسن تر دې دمه ۸ شل اوریزي نړیوالي لوبې کړي چې په شل اوریزو سیالیو کې یې د منډو اوسط ۵.۸۲ دی.
همدارنګه د نوموړي د منډو اوسط په فرسټ کلاس لوبو کې تر دې دمه ۳.۵۳ دی او په ۱۵ پاڼیو کې یې ۴۲ لوبغاړي سوځولې دي، په همدې اساس د کرکټ نړیوالې شورا حمید حسن د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ز کال د لویو وچو د سیالۍ غوره لوبغاړی ونوماوه.
په همدې اساس چې حمید حسن یو ښه او تکړه لوبغاړی دی او افغانستان ته یې ډیرې لوبې ګټلي دي د شل اوریزو او یو ورځینیو ملي لوبډلې لوبو لپاره یې کپتان ټاکي.
حمید حسن په ۱۹۸۷ز کال کې د جون په میاشت کې زیږدلی دی.
افغان ملي لوبډله د فبروري په میاشت کې په متحده عربي اماراتو کې د څلورو هیوادونو سره یوه ورځینۍ لوبې لري چې حمید حسن به یې کپتاني کوي.
تر اوسه لا معلومه نه ده چې د افغانستان څلور لوبې به له کومو هیوادونو سره وي، د کرکټ نړیوالې شورا پرېکړه کړي چې ډیر ژر به د افغانستان سره د لوبو څلور هیوادونو اعلان کړي.
د حمید حسن په اړه په بي بي سي پښتو ویب پاڼه کې هم په زړه پورې معلومات خپاره شويې و چې په لاندې ډول دي:
لاندې معلومات د ۲۰۱۰ز کال د اپرېل په ۲۵ نېټه خپاره شوي و.

حمید حسن
د زيږيدا ځاى : ننگرهار
اوسنى عمر: ٢٢ کاله
نړيوالې يو ورځنۍ رسمي لوبې : درې
نړيوالې شل اوريزې رسمي لوبې : شپږ

په لوبډله کې دنده : تيز بالر .
حميد حسن د افغانستان تر ټولو تيز بالر بلل کيږي . د دۀ په باب د اروپا د کريکټ ورځپاڼه ليکونکي وايي چې د ټسټ ميچونو له ډگره دباندې په نورو هيوادونو کې تر ټولو ښه بالر دى . حميد حسن له محمد نبي عيسى خيل سره په ٢٠٠٧ کال کې د انگلستان ايم سي سي کلب ته وربلل شوى و چې په ورپسې کال هم وغوښتل شو . کبير خان د حميد حسن په باب وايي :
(( يو له هغو بالرانو دى چې له خدايه به غواړې چې له تاسو سره وي . دى ډير استعداد لري او داسې قوت لري چې لوبه هره شېبه د ټيم په گټه تمامولى شي . حميد حسن له بايللو کرکه لري . تيز او خطرناک بالر دى خو له لوبې وروسته او وړاندې ټوکي او دوست ځوان دى . ))
يو له هغو بالرانو دى چې له خدايه به غواړې چې له تاسو سره وي.

کبير خان
حميد حسن په رسمي يو ورځنيو نړيوالو لوبو کې د ٢٣ په اوسط شپږ لوبغاړي سوځولي دي . په شل اوريزو لوبو کې يې د ١٤ منډو په اوسط لس کسه او په څلور وروځنيو لوبو کې يې د ٤٢ منډو په اوسط ١٥ لوبغاړي تر اوسه سوځولي دي.
د حمید حسن په اړه زیات معلومات په لاندې لینک کې تر لاسه کولای شئ: