کور / نوميالي / دغازی بسم الله خان وردگ لنډه پیژندنه!

دغازی بسم الله خان وردگ لنډه پیژندنه!

غازی بسم الله خان وردگ د ملک پادشاه خان وردگ زوی په 1302 هجری لمریز کال کی دوردگو ولایت دشنیزدری دپټانخیلو د کلی په یوه درنه اومنوره کورنی کی سترگی وغوړولی .
دنوموړی پلار ملک پادشاه خان وردگ سیمیز قومی مشر او مضبوط پښتون وو.چی په خپله زمانه کی یی دسیمی او ولس لپاره هر اړخیز اجتماعی ستر ستر خدمتونه ترسره کړل.
د غازی بسم الله خان وردگ نیکه سپه سالار ملک غازی شاه زمان خان هم دافغانی اردو نومیالی سرلښکر وو .او دهیواد دملی اتل غازی محمد جان خان وردگ دملی قوتونو برجسته متحدوو.چی دانگریزی ښکیلاک گرو څخه دملی استقلال دترلاسه کولو لپاره یی دخپلی سیمی او چاپیریال نه دمبارزینو\”مجاهدینواوغازیانو په را ټولولو کی ډیری هلی ځلی تر سره کړی .
غازی بسم الله خان وردگ خپلی لومړنی زدکړی دنظامی احضاریه مکتب نه پیل اود حربی پوهنتون د پلی پوهنځی څخه په اعلی درجه فارغ او داردو لیکو ته ورگډ شو. غازی بسم الله خان وردگ 35 کاله دهیواد داردو دبیلابیلو نظامی جزوتامونو دلوی قوماندان او دشهید محمد داوود خان په جمهوری دوره کی دنوموړی د ارشد سلاکار او نږدی همکار په توگه دهیواد لپاره هر اړخیز نظامی \”ټولنیز او سیاسی خدمتونه سرته ورسول.


غازی بسم الله خان وردگ د اردو په دوره کی په وار وار سره داعلحضرت محمد ظاهر شاه \” شهید محمد داوود خان \”ډگرجنرال فیض محمد خان \”دملی دفاع وزیرجنرال محمد عارف خان او نورو ورته لوړرتبه چارواکو لخوا په وار وار سره په ډول ډول مډالونو او مکافاتو وستایل شو.


د1357 هجری لمریز کال دغوایه دمیاشتی په 7 نیټه کمونیستانو د روس په قومانده کودتا پیل او دهیواد دتباهی او بربادی د ډبری تهداب کیښود.


دکمونیستی رژیم په راتگ سره په هیواد کی دوی ناری (هورا او الله اکبر )پورته شوی .اودکمونیستینظام پر وړاندید ولسونو او پرګنوملی او اسلامی احساسات راوپاریدل .


دروسانو په راتګ سره دهیواد په بیلا بیلو سیمو کی محلی پاڅونونو سر وواهه چی دډیری کمی مودی په تیریدو سره یی ملی او اسلامی شکل اختیار کړ.


سور شیطان لکه سور اور په وطن راغی
سور شیطان لکه سور اور په وطن راغی
ډک له کبره په ټانګ سپور په وطن راغی
ګرد لوخوړی په هرلور باندی خپری شوی
رنګ په وینو دښتی غرونه هدیری شوی
انګړونه موشول وران چمن خزان شو
رڼا ورځ راباندی شپه شوه تور اسمان شو
هره خوا بلی لمبی شوی غلبلی شوی
راژوندی دتیر نمرود د وخت کیسی شوی


دروسانو په تیری او راتگ سرهدوردگو اتل او مجاهد ولس دخپلو پلرونو او نیکونوپه شان په ډیره میړانه اوصداقت سره د روسی یرغلگرو پر وړاندی خپلی غیرتی مټی راونغښتی او په دی لاره کی یی ځانونه هر ډول ایثار \” مبارزی\” فداکاری اوقربانی ته چمتو او دملی اتل غازی محمد جان خان وردگ توره یی یو ځل بیا دقاید الجهاد جنرال غازی بسم الله خان وردگ تر ولسی او ملی قیادت لاندی په ډیره لوړه او هسکه شمله دننگ \” همت او غیرت په ډگر کی راوبریښوله .


د۱۳۵۸ هجری لمریز کال دکمکی اختر په لومړی ورځ دوردګو دملی پاڅون او جهادی قیادت لومړنی اسلامی بیرغ دوردګو دمشرانو ؛روحانیونو؛پوهانو او ځوانانو دیوی ستری سراسری ټولنی په محضر کی دګربت د تاریخی غره په(سم غالی ) سیمه کی دملی او اسلامی ولولو په ترسره کیدو سره دیرغلګرو پروړاندی ورپول شو.


دکمی مودی په تیریدو سره ډیر شمیر با شهامته مجاهدین دګربت دجهادی قرارګاه دغیرتی اودرانه کاروان سره یوځای شول.


دهمدی کال دزمری په میاشت کی دوردګو دمشرانو؛روحانیونو اوعلماوو په وړانديزیوه جرګه دایره شوه.


په دی عالی شوری کی مولوی عبدالرحمن اخند زاده ؛دیوسف خیلو اخندزاده ؛دچهاردهی ملک محمد حسین خان؛جهادی مشر مدیرغمی وردګ؛مولوی رفیع الله موذن؛ملک محمد هاشم خان؛دبرات خیلومامور سردار خان؛دباغک حاجی صاحب –محمد وزیر خان او بهاوول خان ؛مولوی فضل قدیم اخندزاده؛دحسن خیل محمد کبیر خان؛دسیداباد قاضی ګلاب الدین خان ؛مولوی محمود اخندزاده؛شهید انجینر عبدالمتین خان؛مولوی محمد سعید پاچاه صاحب؛قاضی محمد کریم حیدری؛دسالارو رحیم خان ؛شهید ګل وزیر خان؛څارنوال شاه رسول خان \” شهید ډګرمن تازه ګل خان؛مولوی محمد حسن اخند؛مولوی عبدالصمد زلمی؛مولوی معشوق اخندزاده؛شهید همیشه ګل خان ؛شهید ظابط جمعه ګل خان؛دتنګی مولوی بابا ؛عبدالرب اخندزاده اوملی خیلو ؛تره خیلو؛شش قلعی؛تنګی؛اونخی؛کمی اوستری ابدری؛ډنډوکی؛هفت اسیاب؛سلطان خیلو؛لړمو؛پتنک؛ټوپ دکلیو اویوشمیر دجغتو ؛جیلګی؛خوات؛عربانو اوچک مشرانوهم ګډون درلود چی ټول حدودآ ۲۰۰ کسه مشران دباغک د( شاه کاریز)په سیمه کی راټول شوی وو.


دخبرو اترو او مشورو نه ورسته دکمونیستی رژیم پروړاندی دجهاد اعلان ترسره شو.


په پوکو ددښمنانو به مړه نه شی
دپښتو شمع بلیږی په طوفان کی
سربه ښکته چاته نه کړم په جهان کی
زیږدلی یم لمـــن د کوهســــــــتان کی


 


غازی بسم الله خان وردگ دافغانستان دجهاد یوافسانوی قاید \”بینظیره جانباز اوغیرتی شخصیت وو\”د ډیرو محدودو امکاناتو په لرلو سره یی دهیواد د دښمنانو سره کلکه مبارزه وکړه.


غازی بسم الله خان وردگ دخاص نظامی نبوغ خاوند اوپه سیاسی مسایلو کی یی عمیق فهم درلود .


نوموړی یو فکری مکتب \”مدرسه\”اویو داسی پوهنتون وو چی په هغه کی ټول علوم او فنون \”پاکوالی \”صداقت او ښی گڼی موجودی وی.


ده تل هڅه کوله چی مسایل دمذاکری\”مفاهمی او ډپلوماسی له لاری حل شی.


هغه نه یوازی یوسرلښکر\”یومبارز او یو ملی قهرمان وو بلکه هغه تل پر مظلومانو \” یتیمانو او بیوزلانو لاس نیولی وو او ددوخت اوزمانی د ډیرو فرعونیانو اوجابرانو شوم ارمانونه یی دنیل رود ته لاهو کړل. او په ډیر متانت او میړانی سره یی دهر ډول ظلم \”جبر او ستم مخه ونیوله.


هغه نه یوازی ددی پاکی خاوری یو صادق پالونکی وو بلکه ددی خاوری بچیانو ته یی دایثار \”فداکاری \”گذشت \”میړانی او شجاعت \”استقامت او همدردی درس ورکړ.


نوموړی دساده ژوند څښتن وو\” درباری تجملات یی نه خوښول او دولس سره یی تل متعهد وو د وطن ترک او په بهر کی ژوند – ده او دنوموړی کورنی ته تل مساعد او راحت وو خو دی له خپل ابایی مسکن څخه جدا نشو او دهیواد او ولس سره یی ډیره مینه لرله.


هغه یو سنگر شکن \”یولوی نظامی \”سیاسی او ولسی قاید وو.
غازی بسم الله خان وردگ دهیواد د بچیانو لپاره زمونږ د علم پروره او فرهنگ پال ولس اویوتعداد خیریه موسساتو(لکه لجنه الدعوته الاسلامیه \”ای ار سی او داسی نورو ) په جلب او همکاری په بیلابیلو سیمو کی مکتوبونو \” دینی مدارس \”دارلحفاظ \” سیار او ثابت روغتیایی مرکزونه پرانیستل.
نوموړی په 1383.03.27 نیټه دجمعی په مبارکه ورځ ځان حق ته وسپاره اوجنازه یی دیو لړ شان دارو مراسمو په ترسره کیدو سرو په داسی حال کی چی دهیواد دبیلابیلو ولایتونو او سیمو مشرانو \” عالمانو\” روحانیونو \”سپین ږیرو او ځوانانو گډون درلود دنوموړی په پلرنی هدیره کی خاورو ته وسپارل شوه.


افتخار دی هغه مور هغه زانگو ته
افتخار دی هغه مور هغه زانگو ته
چی د مینی پتنگان یی زیږولی
دهغه سیمی شمال به معطر وی
چی گلاب غوندی گلان یی زیږولی
دهغه خلکو به پت عزت خوندی وی
چی دقوم خدمت گاران یی زیږولی
پس له مرگه به هغه زړونه ارام وی
چی با درده فرزندان یی زیږولی
دغازی بسم الله خان روح ته دعا کرم
دسنگر قهرمانان یی زیږولی
هسکه غاړه افتخار گڼه گربت
هسکه غاړه افتخار گڼه گربت
دوطن دغاړی هار گڼه گربت
هره څوکه یی خنجر گڼه سنگر دی
دغلیم دسترگو خار گڼه گربت
ارواحانو پکی کړی پروازونه
رنگ په وینو سور مزار گڼه گربت
دغازی بسم الله خان په تلین غمجن شو
نور همیش په زړه پرهار گڼه گربت
گربت به پرون ویاړکړدسالار په سلاری
نن کانی بوټی ژاړی دهغه پر جدایی
هرطرف کی دروسانو ملیشی وی
هرطرف کی دروسانو ملیشی وی
ګوزاوپاس په سړکونو یی پهری وی
اخوا جنګ وو دانخی په سردرو کی
سره اورنه لګیدل په دښتو و غرو کی
له روسانو سره ټینګه معرکه وه
سیمی رنګ وو اړولی تکه سره وه
هر خواه کی سری لمبی وی جنګ روان وو
ماجت ؛ چک که جعتو وو که میدان وو
دغازی بسم الله خان محاربه وو
په روسانو باندی جوړه غلبله وو
سره شادیان پکی مردار شول ډیر بی حده
هیر به نکړی ګزارونه تر ابده
دجهاد دسنګرونو قهرمان وو
په بابه باندی مشهور بسم الله خان وو
ددنیا مطاع یی نه وه په نظر کی
حاکمیت یی دقران عظیم ارمان وو
دظالم زامی یی ماتی کړی په توره
تراخره تابع دار دحق فرمان وو
روڼ تاریخ به یی ژوندی وی تر ابده
نومیالی دجهاد ستوری په اسمان وو
په ایمان او په جهاد باندی یی ویاړم
ګټه نشته چی په تلین باندی یی ژاړم
که له کوره یو کفن ورسره مل شو
دجنت هوری غلمان ورلره غواړم
ګران بابه له کټه سر پورته نکړ
چی سری سترګی تری دکور پلو ته لاړم
مړ یی مه بوله ژوندی دی چی مومن وی
رب یی مل شه نور څه نه وایم نه غواړم


بیا نرګسوګلابونواو غاټولو
ټولوکړیدخزان خلاف قیام دی
څه مغرور آسونه تښتي له ډګره
غازی ايښې دگربت په درشل ګام دی
دښکیلاک منګولې نه پریږدي خپل واک ته
دغازیانودي تکل ته خو سلام دی


د سر سړى
مـرگــــيه! تــل رانه د ســـر ســـړى وړې
لکـــه اســمان لکـــه د غــرســـړى وړې


څنگه اوس لاړ شمه په توره شپه کښې
ته چـې زمــا نه تـل دلـــمـر ســـړى وړې


خــيـر دى لــږ پــام دې بلــې خـــوا واړوه
کلـــه دلـــــــر کلـــه د بــــــــر ســـړى وړې


وطنه مينه د دوينو په رګو کیلرم
ستا سر لوړي د پښتنوجګو شملوکی لرم
دغيرتونوانګازی د په اسمان کی ګرځی
ځکه زمريان د لوړوغرو په سردروکیلرم
مونږافغانانو خو د مور پاکی شدیرودلی
دهمت درس می له خپل موره په زانګوکیلرم
وطنه اور که په تا بل دی زه سوګنديادوم
داسی زوريږم لکه زړه چی می لمبوکی لرم
که مهاجر يم روح روان می هلته تا سره دی
څنګه به هير شی پلارنيکه می هديرو کی لرم
ملالې پيغلې لراو برو پښتنو کې لرم


د ريښتينی مجاهد غږ


په کوم وخت کښی چه تورتم ؤ په وطن کښی — غم ، ژ ړا ، ظلم ، ستم ، ؤ په ګلشن کښی
په نا موس ، د ين ا و وطن با ند ی يرغل ؤ — روس با دا ر ا و ګو ډا ګئ و رته کا رمل ؤ
حفا ظت د د ين ، نا موس ، و طن لپا ره — د هر خو ا نه ا فغا نا ن شو لو تيا ر ه
ما هم پو رته خپل قد م د حق په لار کړل — د را حت ا و د حر م نه می ا نکا ر کړل
سپين کفن می په سر و تړ ل ر وا ن شوم — نور بيکوره ، زه د غر و نو بيا با ن شوم
ا را د ه می آ ز ا د ی د خپل و طن ؤ — د و با ر ه می آ با د ی د خپل چمن ؤ
په هر کا ر کښی می هد ف د خدا ی رضا وه — ز ړ ه می ټو لو ا فغا نا نو ته صفا وه
ز ه غل نه و م مجا هد و م مجا هد و م — د ا صيلو و طنپا لو نه و ا حد و م
ز ما جنګ ز ما جها د ؤ خد ا ی لپا ر ه — د قد ر ت ا و د چو کئ څخه بيز ا ر ه
اوس چه شوکی ا وغلا ګا نی کړی د ا غله د ی — مجا هد ا و مبا ر ز صرف په خوله د ی
مجا هد که و ر ته و ا يی نا ر و ا کړ ی — په تا ر يخ کښی د و طن سر ه جفا کړ ی
په کوم عقل مجا هد و ا يی قا تل ته — د ا ا نصا ف د ی چه ز ا هد و ا يی جا هل ته
مجا هد خو د تا ر يخ لو ی ا فتخا ر د ی — که سرلوړی مونږ ه ګر ز و د د و ی کا ر د ی
چه ا تل و ی د ا تل نو م و ر ته و ا خله — څوک چه غل وی نو د غل نوم و رته وا خله
خويند و و ر و نو مجاهد نوم د ی سپيڅلی — خدای د پا ره و ر ته مه کو ئ ښکنځلی
د ا صلی مجا هد خپی د ښکلو ل د ی — ځليد و نکی و ر ځی شپی لکه د ګل د ی
سليما نه ز ر شه ز ر و ر سر ه مل شه — که و يا ړ غو ا ړ ی ملګر ی د ا تل شه
د ا صلی مجا هد خپی لا سونه ښکل کړ ه — په هرځا ی چه و ينی و ړا ند ی و رته ګل کړه



ای مجاهده ستا د سرو وينو سنګر ته سلام
ای مجاهده ستا زخمی زړه اوځيګرته سلام
تا د عزت لاره کړه غوره ستا نظرته سلام
ای ستا د لاری پيروان ښځه او نر ته سلام
ښکل وطن آزاده تا ، مزی يی چا وکړ
دا تش په نو م مجا هد ينو نا روا وکړ ی
دومره پردی ونکړی څومره چه آ شنا وکړی
تردی چه خاوری، ونی، بو ټی، واويلاوکړی
تا د وطن لپا ر ه خپل د ژوند پر وا و نکړه
خو ستا يتيم سره هيچا غم او ژړا و نکړه
د قر با نيو يا د و نه د ی هيچا و نکړه
د غه ستا ينه پرد ی څه بلکه آ شنا و نکړه
ستا د وطن د پاره دومره صداقت نه زارشم
د ننګ ناموس لپاره ستا ښکلی غيرت نه زارشم
په لوږه تنده کښی دی صبراوهمت نه زارشم
ستا د پکول ښايسته سمبول د شجاعت نه زارشم
ته په ټانکونو په توپونو چه هيسار نه شو لی
د خپلی لاری نه خنډونو کښی بيزارنه شولی
د ا قتدا ر په طمع کفر سره يا ر نه شو لی
ښه شوتاريخ کښی شرميدلو څخه شمارنه شولی
چه يا ديد ل ستا وا ر ثين هغو ګنا ه وکړ ل
کمونستا نو سره يو شو ل بيا يی غلا وکړل
روس خو پريږده چه غلامی د امريکا وکړل
خد ای او رسو ل سره وعدوکښی يی جفا وکړل
نن را ټول شوی دښمنان دين ختمول غواړی
د مجاهد ا و د جها د نو م ختمو ل غو ا ړ ی
وطن پرسته په هرځای کښی ختمول غواړی
ټول وياړونه مو تاريخ نه ورک کول غو اړی
ای مجاهده يوځل بيا راشه خائنان په لار کړه
دا تش په نوم مجاهدين او لوټماران په لارکړه
چه دقدرت دپاره وژنی خپل افغان په لارکړه
دا داسلام په مخ کښی داغ منا فقان په لارکړه
ستا په ښايسته نوم مجاهده ا فتخار کومه
څوچه ژوندی يمه خدمت دی د مزار کو مه
که ټول دی هيرکړی زه دی ذکرپه باربارکومه
ای د ز ړ ه سر ه ز ه تقليد د ی د رفتا ر کومه
ای مجاهده ستا دښمن با ندی ا ثر ته سلام
ستا نورانی جبين ښايسته لکه قمر ته سلام
ستا دجذ بی نه ډک تکبير الله اکبر ته سلام
صوفی زاده دی کړو غلام دا ستا هنرته سلام