کوټه: د سياسي ګوندونو خبري کانفرنس

مالک اڅکزی - کوټه | جنوري 11th, 2011


په کوټه کښي د سياسي ګوندونو په کوآرډينيشن کميټي کښي يوځاي ګوندونو پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بلوچستان نيشنل ګوند،عوامي نيشنل ګوند، نيشنل ګوند، جماعت اسلامي، تحريک انصاف، هزاره ډيموکريټک ګوند، جماعت اهلسنت د وکيلانو او تجارانو د اتحاديو لخوا يو خبري کانفرنس وسو۔ په دے خبري کانفرنس کښي په پښتونخوا وطن کښي شروع ترهګري او انتها پسندي له عمله چاودونو، بمي بريدونو،حجرو، مسجدونو، او اولسي ځايونو ورانولو،د جګپړو اولسي قامي مشرانو وژلو،د بلوڅو سياسي کارکونکو تښتونو او بيا د هغوي مړي غورځولو،په ولايت کښي د تاجرانو د پيسو د تاوان د بدل لپاره تښتولو،دبيګناه اولس نښه وژنو،په ګاونډي هيوادونو کښي مداخلت او استعماري فکر،د فرقو په نامه ترهګري او په ټول هيواد کښي د محکومو قامونو په زد دولتي ترهګري و غندل سوه۔ او د ګوندونو مشرانو تکل وکړي چي په هيواد کښي به د قامي برابري او داولس واک و اختيار، ټولنيز عدل او انصاف، امن او ترقي لپاره به خپلي هلي ځلي مخ په وړاندي بيا يي۔ او په دے لار کښي به د دولت او جاسوسي ادارو د ناروا عملياتو په زد مبارزه ته دوام ورکول کوي۔

Copyright Larawbar 2007-2024