کور / شعر / [بيټ نيكه ته]

[بيټ نيكه ته]

ګيله
اې سپېڅلى بابا څه شوې؟
دومره ژر ولې ويده شوې؟
پښتانه دي دومره ډېر شول
زيات په زر ځله تر شمېر شول
خو سړي پكې ډېر كم دي
ډېر كاږه دي او لږ سم دي
غوښتې تا څنګه دعا وه؟
دا دعا وه كه ښېرا وه؟
چي ويل به دي تر پايه
“دا وګړي ډېر كړې خدايه!”

شول په ډك غرونه رغونه
هم كيږدۍ او هم كورونه
غټ يې كور غټ يې بورجل شو
خو څلور ځايه اوربل شو
دي مېشته د خداى پر مېنه
ملۀ تلۀ نه دي بې پيسې نه
هسك يې سور، مځكه يې سره ده
دا شوه ستا د مړو وده
دا پالنه ده بې خدايه
“دا وګړي ډېر كړې خدايه!”

كشكې كړى دي دا سوال واى
چي موږ لږ واى خو خوشحال واى
واى مېشته په خپل كورګي كې
اور مو بل په يوۀ نغري كې
په ملۀ تلۀ د پردو نه واى
هسك را شين د مځكې زړۀ واى
هر وګړى بوخت په كار واى
د مړو وده په زيار واى
تا دعا وكړه بېځايه
“دا وګړي ډېر كړې خدايه!”

۲۵ جولاى ۲۰۱۱م كال
كوټه