کور / سپورټي / د كركيټ بورډ اجريوي رئېس وستايل سو

د كركيټ بورډ اجريوي رئېس وستايل سو

د افغانستان د ماليې وزير او د كركيټ بورډ عمومي مشر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال نن د كركيټ بورډ پخواني اجرايوي مشر ډاکټر حامد شينواري ته د هغه د ښو کارونو او ډيرو لاسته راوړنو تقدير پاڼه ورکړه.
د شينواري په اړه ښاعلي زاخېلوال وايي چي پياوړي اداره چي او ښه مدير و، د كركيټ بورډ په ټولو او ډيرو لاسته راوړنه كي ونډه لرله، د كركيټ بورډ لپاره يې يوه ښه اداره جوړه کړه، اوس هم نوموړي د لوړو زده کړو لپاره ځي او په د خداي(ج) ورته سرلوړي غواړو.
د ډاکټر حامد شينواري په اړه :
ښاغلي حامد شينواري په كركيټ بورډ كي د اجرايوي مشر په صفت ۷ مياشتې دنده ترسره کړي ده، د نوموړي په موجوديت افغان كركيټ بورډ په ۲۰۱۰ز کال كي ډېرې لاسته راوړنې لرلې چي يوه يې د كركيټ د نړيوالې او د اسيايي هيوادونو کرکت شورا سره ښې اړيکي دي.
همدارنګه د ښاغلي شينواري په وخت كي د افغانستان كركيټ لپاره قوانين او پياوړې کاري اداره جوړه شوه، د بلې خوا چي د نوموړي په وخت كي د افغانستان کورني كركيټ ډير زيات پرمختګ وکړ په ۲۰۱۰زکال كي د ۱۰ سياليو زياتې سيالۍ په لاره واچول شوي، همدارنګه په افغانستان كي يې د كركيټ ښه استعدادونه پيدا کړ، د افغانستان لپاره د لومړي ځل لپاره افغان الف ملي لوبدله، د ملي اکاډمۍ كركيټ لوبډله، د ۱۹ کلنو څخه کم عمره ملي لوبډله، د زونونو پنځه پياوړې لوبډلې جوړې کړي چي د افغان کورني كركيټ بنسټ بلل کيږي.
د ښاغلي شينواري په وخت كي د افغانستان د کرکت د ودې او پرمختګ لپاره پنځه کلن ستراتيجي پلان جوړ شو چي د هغې په اړه شينواري وايي چي هيله لري د افغانستان كركيټ دغه ستراتيجي پلان پلي کړي.
د شينواري په تللو د ولسمشر سلاکار وزير او د كركيټ بورد مرستيال مشر شهزاده مسعود خوشيني وښودله او رسينو ته يې وويل (( ډاکټر حامد د افغان كركيټ په تاريخ كي يو ښه مدير، اداره چي او د وړ شخصيت و، نوموړي د افغان كركيټ بورډ لپاره يو ښه سيستم جوړ کړ او په تللو يې خوشيني يم)).
افغان كركيټ بورډ اجرايوي مشر به مسلکي او په معيارونو ټاکل کيږي( د كركيټ عمومي مشر)
د افغانستان كركيټ بورډ عمومي مشر نن رسنيو ته وويل چي څيړنې روانې دي او ډير ژر به په څو ورځو كي د كركيټ نوي اجرايوي مشر وټاکي.
نن محترم زاخېلوال وويل چي د دغې دندې لپاره به وړ، مسلکي او ښه اداره چي مدير راوستل کيږي ځکه چي دا د افغانستان كركيټ سرنوشت ټاکل دي نو زه خپلې څيړنې کوم او په څو ورځو كي به وړ شخص په دندې وټاکل شي.
ښاغلي زاخېلوال د يو ژورناليست په پوښتنه كي وويل چي ايا څوک شته که نه ستاسو په فکر كي دې دندې ته؟ نوموړي وويل چي هو زما په ذهن كي څلور تنه شته او د څلور واړو په اړه څيړنې رواني دي او وړ شخص به په دې دنده ګمارل کيږي.

همدارانګه ښاغلي زاخېلوال وويل چي د كركيټ چاري به د پخوا په څېر مخكي ځي، هيڅ بدلون به پكي نه راځي او ټول د كركيټ ودې او پرمختګ رسم شوي پلانونه به مخكي ځي.
د افغان كركيټ بورډ اجرايوي مشر دنده به تر هغې چي نوي اجرايوي مشر ټاکل کيږي خپله د مالي وزير او كركيټ بورډ عمومي مشر پر مخ بيايي