کور / سپورټي / د افغان كركيټ بورډ اجرايوي مشر به د معيارونو پر بنسټ ټاكل كيږي

د افغان كركيټ بورډ اجرايوي مشر به د معيارونو پر بنسټ ټاكل كيږي

د افغانستان كركيټ بورډ عمومي مشر نن رسنيو ته وويل چي څيړنې روانې دي او ډير ژر به په څو ورځو کې د كركيټ نوي اجرايوي مشر وټاکي.
نن محترم زاخېلوال وويل چي د دغې دندې لپاره به وړ، مسلکي او ښه اداره چي مدير راوستل کيږي ځکه چي دا د افغانستان كركيټ سرنوشت ټاکل دي نو زه خپلې څيړنې کوم او په څو ورځو کې به وړ شخص په دندې وټاکل شي.
ښاغلي زاخېلوال د يو ژورناليست د پوښتني په ځواب کې وويل چي ايا څوک سته که نه ستاسو په فکر کې دې دندې ته؟ نوموړي وويل چي هو زما په ذهن کې څلور تنه شته او د څلور واړو په اړه څيړنې رواني دي او وړ شخص به په دې دنده ګمارل کيږي.
همدارانګه ښاغلي زاخېلوال وويل چي د كركيټ چاري به د پخوا په څېر مخکي ځي، هيڅ بدلون به پکښي نه راځي او ټول د كركيټ ودې او پرمختګ رسم شوي پلانونه به مخکې ځي.
د افغان كركيټ بورډ اجرايوي مشر دنده به تر هغې چي نوي اجرايوي مشر ټاکل کيږي خپله د مالي وزير او كركيټ بورډ عمومي مشر پر مخ بيايي