د طالب منګل جادوګره شاعري

64 | جنوري 17th, 2011


ليکوال: باجوړى
شاعر هغه انسان دى چې د عامو وکړو په پر تله ژوند زيات په شدت سره محسوس او خپلو کيفيتوتو د اظهار ژبه هم په اسانۍ سره ورکولى شي،ښه شاعري چې نور هر څه غواړي خو د احساس دولت ضرور غواړي.
په فنون لطيفه کې د شاعرۍ د ژبې د فنى ښکلا او ښايست نوم دى کوم چې دادې به ذريعه شاعر خپل پيغام په اسانۍ سره زړونو او ذهنونو ته رسولى شي،شاعري د لفظونو ښايسته تړون دى،د شاعر په حساس ذهن کې د راپيدا شوي خيالونو او د هغه په نازک زړه کې د تېريدونکو کيفيتونو تصوير بلالى شو،هغه شاعر چې د شعر ويلو په هنر پوره برلاسى دى کوم چې د خپل بې کچه تخليقي قوت،فراخې لوستنې،ژورې مشاهدې او شاعرانه مزاج په زور يوې عادي خبرې له دومره عالمانه رنګ او شاعرانه خوند ورکوى چې لوستونکي ورته بې ساخته په داد ورکولو مجبور شي،دغه ځوان او بااستعداده شاعر ښاغلى طالب منګل دى چې په شعر کې يې نوي موضوعات ورځاى کړي دي،ورځ تر ورځې يې شعر د غښتلتيا خواته روان دى،خپل ژور فکرونه او نازک شاعرانه خيالونه يې په ډېره هنرمندۍ او شاعرانه چابکدستۍ سره شعر کړي دي،شعر يې روان او عامه فهمه دى،په شعر کې يې ژبنۍ او شعري پيچلتياوې نه ليدل کيږي.
(سپوږمۍ ژاړي) د ښاغلى شعري ټولګه ده کومه چې ماته يو څو ورځې وړاندې په لاس راغله ،دا دغې شعري ټولګې له لوستونکو لخوا ډېره پذيرائي شوى ده.
په دې ټولګه کې د اوسني حلاتو په زړه پورې عکاسي ده چې په شعرونو کې يې توري او ښکلي تخيلي انځورونه په زياته هنري توګې سره ادبي چوکاټ کې پييي چې دا د ښه شعر اسلوب او رودې شميرل کيږي.
ښاغلى که هرڅو د حسن او عشق شاعر ګڼلى شو ولې په کلام کې يې د محبوب حقيقي مينه هم ځلا کوي.
ښاغلى طالب منګل دمينې او محبت د فلسفې قائل دى او حسن پرسته شاعر دى هغه وايي.
دفلسفو ټول کتابونه دې په سترګو کې وو
د دغه ښار په ليونيو کې پناه شوې له ما
په لوپټه دې څاڅکي وشيندل راودې کتل
دومره مې ولېدې سلګيو کې پناه شوې له ما
د ښاغلي د ځينو شعرونو په اورېدو د سړي په ذهن کې د جهان ديده ناصح انځور جوړ شي خو بيا د ځينو نورو شعرونو په اوريدو سره ښاعلی لکه يو شوخ زلمى او شوخ شاعر دی چې د غزل په اوريدو سره به دې په خوله کې اوبه راځي٠
له ده سره نوي شعري ده نوي راديفونه او قفيې له ځان سره په خوند راولي چې ځينو شعرونو ته ئې شړى حيران شي چې دا د رنګونو شاعر دومره ښايسته لفظونه له کومه کوي!؟
ښاغلي منګل صيب ته که څومره سست توري په لاس وراغلي نو په خوند يې سره يې پنځولي او لکه د ګلونو نازکې ګيډۍ په شان يې د لوستونکو په مخ کې اېښودي دي،وجه همداده چې په شعر کې يې ساده ښکلا ده لکه يوه ساده کليواله پېغله يې چې په خداى ورکړي ښکلا کې لري.
شعرونه يې د ذاتي احساس ژبه او د هغه د ځوانو جذبو اواز دى،د ښاغلي منګل صيب يو غزل چې ما په وړومبي ځل واوريده نو حيران يې کړم او غزل يې دومره خوند راکړ چې زه يې دلته له ليک څخه غاجز يم.
غم ځان ته راغواړمه چې شپه راشي
نن دربسې ژاړمه چې شپه راشي
شوم شومه په ستورو سپوږمى نه پرېږدم
غيږه کې يې نغاړمه چې شپه راشي
شعر په وزم لرونکي ژبې سره د مفکورې او تخيل عاطفې ترکيب ته ويل کيږي کوم چې ښاغلي طالب منګل په خپل شعر کې په ډېرهنر سره ورځاى کړي دي.
زه په يقين سره ويلى شم چې په راروان وخت به پښتو او پښتانه د طالب په شعرۍ فخر کوي،،او دا به وخت روښانه ګړي ، هم دا ځوان شاعر دى چې لږيه دى او د پښتنو د بنډو انځورنې خپل شعر ته وردننه کوي،کوم چې د ډېرو شاعرانو لپاره له ستونزو ډک کار دى.
دښاغلى منګل په شعر کې بديع،ابتکارات او عجائب شته کوم چې د مفلق(خنديذ) شاعر لپاره قافي دي.
ښاغلي منګل د نظم تر څنک په غزل کې ښه برلاسى دى ما يې چې څومره غزل مطالعه کړى دى د هغه د ذات نه تر کائيناته پورې وسعتونه مې په کې موندلي او محسوس کړي دي،هغه د يو قوي شوچ خاوند دى او په اوسنيو تخليق کارو شاعرانو کې ورګډ دى.
د غزل په ژبه يې خپل جذبات،احساسات او داخلي کيفياتونه بهر ته په يو پاک ښکلي او موزون انداز کې وړاندې کړي،غزل يې ډېر رانګين دى او هم دا وجه ده چې له ورځې نه بلې ورځې ته يې لوستونکي ډېريږي او په دومره خامه ځوانۍ کې يې شعر تر لوړو بريجونو راسيدلى دى.
ما ډېر تکړه شاعران ليدلي چې د ځوانۍ تر اخيرين فصل پورې يې نه دومره ښکلي شعرونه ليکلي او نه يې دومره لوستونکي پيدا کړي دي،ما چې کله د ښاغلي منګل شعرونه ولوستل نو يو په بل پسې يې خوند راکوو،په شاعرۍ کې يې اکثره نوي الفاظ وو چې په ما يې(سپوږمۍ ژاړي)ټول کتاب ولوست،ما ګمان نه کوو چې په دومره خامه ځوانۍ کې به هم څوک وي چې شاعري يې له تجربو ډکه وي،هغه په يو عظيم غزل کې وايي:
روح مې ښکل کړ د نازکو غـزلونو
زه فنا شوم ستا د سترګو پـه ديوان کې
ليونتوب ته بـه تنها نه وې طالبه
څو ټنۍ درسره ښې دي پـه ګرېوان کې
له ښاغلي منګل سره نوى انداز دى چې تر ډېره په ده پورې تړلى دى.
اوچت خيالونه او فطري شاعرانه جذبې او شاعرانه منطق يې سره پېيلي او له همدې لارې د خلکو زړونو ته لاره پيدا کوي،ځينې شعرونه يې د ذوق جادوګرې ،رنګينې درېڅې خلاصې کړي او سړى په زړه راښکونکي فضا کې وګرځوي، په شعر کې يې جادوګري ده،چا چې جادو ياده کړي هغه وايي.
سپوږمۍ دا سپين مـړوند راوغځوه
د خوب زرين مـړوند راوغځوه
دا د وصال په نه قراره شيبه
نشته يقين مړوند راوغځوه
دعا دې وکړله پـه سپينو لپو
پاتې امين مـړوند راوغځوه
ژونده!له تاسره څــه پاتې نه دي
يو اخيرين مـــړوند راوغځوه
ای د باغي غـزل معصومې قفيې!
لږ د تسکين مــړوند راوغځوه
طالبه ټس لـه پتسو وباسه
خلاص دی خورجين مړوند راوغځوه
دا چې کره کتنه بې غرضه او بې طرافانه وي د تامل وړ ښکاري هيڅ ليکوال بې غرضه نه دى او نه شي کولاى چې د بيطرافانه ليکنه وکړي،په همدې ترتيب کره کتونکى دخپل قضاوت په وخت کې بې غرضه نه شي پاتې کيدلى.
ټول ټولنيز علوم او د هغو له جملې څخه ادبيات د يو غرض او هدف لپاره کار کوي.
زه په خپله د ليکلو څه خاص تجربه نه لرم اوبيا په ادبي تله کې زما شخصيت دومره نه دى چې زه به پر د ښاغلي طالب منګل د شاعرۍ قدر او بيه به پرې لوړه شي،ولې دا چې د طالب شعرونه کله،کله زما له شوچ او پوهې لوړ وي چې د ډېروکتابنو په شان درندو خبرو ته ضرورت لري.
ما په دې ليکنه کې ځينې اخيستنې هم کړي چې هغه د بر ديار سره تعلوق لري.
ليک ته د پاى ټکي څخه د مخه د ويلو ده چې خداى ج دې ښاغلى منګل ته اوږد عمر ورکړي چې ترڅو نورې خالص او راڼې مرغلرې د پښتو ځولۍ ته واچوي
ليکوال: باجوړى

Copyright Larawbar 2007-2024