کور / کره کتنه / له ځوان او خوږژبي شاعر ملګري جلال امرخيل سره ادبي خواله

له ځوان او خوږژبي شاعر ملګري جلال امرخيل سره ادبي خواله

جلاله امر خيل له هېواده پردېس،تاند،هڅاند،نوښتګراوخوږژبې شاعر دى، چې دپښتو شعر د ادب په اسمان كي د يوه ځليدونكي ستوري په شان روښانه او ځليد ونګى دى
امرخيل دخپل ګران هيواد له خوږي غيږي ليري په بلجيم كي دپردېسۍ شپۍ ورځې سباكوي،چي دخپل شته ادبي استعدادله مخې په ډېر كم وخت كې دشعرپه رنګينه نړۍ كې ډېره ښه وځلېد
جلال امرخيل له خپلو ډيرو بوختياوو سره سره د ياران مجلسونه ګرم ساتلي دي او هر يوه ته يې په ډير اخلاص ديوه شاعر په حيث مينه وركړي ده
ما ورسره دځانګړي ميني له كبله چې ورسره لرم يې په دي لنډو ورځو كي د ياهو ميسينجر په مټ انلاين (نيغ په نيغه ) ادبي مركه كړي ده چې ګټ مټ يې ستاسو درنو لوستونكو په وړاندي ږدم هيله ده چې تر پايه يې ولولى او د جلال له خوږو او مينناكو خبر و خوند واخلئ
هلال
1. Hillal.rahim:سلام جلاله په خير هيله ده چې ښه به يې ياره تر اوسه چيرته وې
jalal ahamd: وعليكم سلام جانانه ښه يم ته وايه
Hillal.rahim:ښه يم ياره
jalal ahamd: مړه قرار سره مي خبري كولې
Hillal.rahim:ښه ښه ډير ښه

Hillal.rahim: ولي خبري نه كوي نن مي زړه ده چې د شعر په اړه دې يوه مركه درسره وكړم
jalal ahamd: قرارسره مي خبري كولې
Hillal.rahim: څه درته وايم چي مركه درسره كوم
jalal ahamd: بس راځه یاره رامیدان ته شه درسره یم
jalal ahamd: قرار می رخصت کړ
Hillal.rahim: ښه دي وكړل ياره مادرته پاس وليكل چي زړه مي دى نن به ستا د شعر په اړه د زړه خواله سره وكړو
alal ahamd: هو کنه راځه پری
Hillal.rahim: پري بسم الله ده هيله ده چې اماده به يې څنګه اماده يې ؟؟؟
jalal ahamd: هو بسم الله ده

jalal ahamdه څه شوي ولي دي ځان پټ وښود ؟

Hillal.rahim: يمه جلاله هسي مي له يارانو ځان غيب كړ چې تاسره په ارام خبري وكړم .
1. Hillal.rahim: جلاله څوك چې له پښتو سايټونو په تيره بيا له پښتو شعر سره مينه لري ، نو ستا له نامه ا و شعر سر ه به بلد وي خو بيا هم كه د مركې د دود او روائت له مخي لوستونكو ته د ځان په اړه ليږ و ډير وګړيږې ؟

jalal ahamd : د لوی څښتن په نوم
jalal ahamd: نوم می جلال دی ، د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ د توره غره د لمنی د شاهی اصلی اوسیدونکی یم
jalal ahamd: د التقوای له عالی لیسی څخه فارغ یم
jalal ahamd: او اوس له دوه نیمو کلونو راهیسی په بلجیم کی ژوند کوم او د اقتصاد او عصری ژبو په زده کړه بوخت یم ته راته دعا کوه چی ترسره یی کړای شم ځکه د ژوند کړاونو او د مسافرت ستونزو ته چی ګورم شاید رانه په نیمه کی پاتی شی

Hillal.rahim: بس الله دي كامياب كړه زموږ خو يا ر يي دوعا درته كوو او هيله ده ته هم تر خپله توانه په ځان ستړي تيري كړي تر څو خپل هدف ته چې لوړي زده كړي دي ځان ورسوې
1. Hillal.rahim: او په ښه توګه د وطن مهرباني غيږي ته راستون شې

jalal ahamd: مننه

Hillal.rahim: كه داراته ووايي چي د شعر د ښاپيرۍ دا نازك لاسونه دې له كله راهسي نيولي ياني كله دي ورسره د ياراني تار اچولى او تر اوسه يې په څومره شعرونو نازولى يې ؟

jalal ahamd: د شعر د ښاپیرۍ نازک لاسونه خو می تر اوسه ولاکه لیدلی هم وی ته یی د نیولو غم کوی خو که دشعر د لیکلو خبره شی نو تقریبا داسی له شپږ کالو راهیسی به شعر لیکم او تر اوسه می دوه شعری ټولګی خپری شوی دی
Hillal.rahim: هههههه ماشالله دي وي په ليږ وخت مو ښايسته ډير كار كړى ااو په دي لنډه موده كي ښايسته ډير مينوال هم لرئ

jalal ahamd: له خندا نه دی قربان
Hillal.rahim: له تا قربان

Hillal.rahim: ښه مننه بلي پوښتني ته راځم هغه دا چې كله دي لومړى شعري ټولګه له چاپه راووته نو څه احساس مو كول . او څه فكر مو كول چې دا لړۍ به همداسي جاري وساتئ ؟؟؟؟

jalal ahamd: هو کله می چی لومړۍ شعری ټولګه چاپ شوه د ډیری زیاتی خوشالۍ احساس می کاوه ځان راته د دنیا تر ټولو بختور انسان ښکارید او داسی می انګیرله چی د ژوند تر ټولو ستر ارمان می پوره شوی وی
jalal ahamd: د کتاب په لیدو می له خوشالۍ نه ناڅاپی اوښکی هم توی شوی دی
او چی کله کتاب چاپ نه بیرته راغلی و د ترلاسه کولو لپاره یی ما یو نیم ساعت پیاده مزل هم کړی دی
له هماغی ورځی می د لا نوری شاعرۍ لپاره زړه تخنیده او په زړه کی له شعر سره نوره مینه هم پیدا شوه

Hillal.rahim:بس الله دي نور توان هم در كړي چي له دي لاري دپښتو په زرين اسمان كي د خپلو پنځونو په مټ ګلالۍ لاسته راوړني ولرې
Hillal.rahim: پښتو ژبه ستا په شان ځلميو ته سترګي په لاره ده او همدا ستا په شان ځوانان دي چي موږ هم پر ي ډاډه يو او ورباند ي حساب كوو
jalal ahamd: زما دی هم د تن وینی له دی شیرینی ژبی صدقه وی ځکه همدا ژبه ده چی ما ته یی مینه راکړی او ویاړم چی پښتون یم
1. Hillal.rahim: تاسواو س هم د خوږي پشتو لپاره ښي لاس ته راوړني لري خدا ى مو دي ژبه دنورو كلتورونو د كيني او كركي له ګذاره وساتي تاسو په پخپل ځاى ښه دفاع كړي ده
Hillal.rahim: را به شو بلي پوښتني ته
jalal ahamd: مهربانی

Hillal.rahim: او هغه دا چي
Hillal.rahim: كولاى شې چې راته ووايې چې ښكلا د شعر لپاره ده او كه شعر د ښكلا لپاره

jalal ahamd: شعر او ښکلا اصلان دواړه د ژوند اشد ضرورتونه دی شعر په ښکلا شعر دی او ښکلا په شعر ښکلا ده
jalal ahamd: دا دواړه داسی دی لکه ساه او وجود چی بی له یو بله به نیمګړی وی
که ښکلا نه وی شعر هغه خوند له لاسه ورکوی کوم چی په ورته په کار دی
که ښکلا نه وه شعر به هم نه وای
jalal ahamd : او همدا شعر دی چی ښکلا ته یی دومره ستر مقام ور په برخه کړی دی
همدا شعر دی چی د ښکلا ښکلا یو په سل واری ورزیاته کړی ده
jalal ahamd: په دی موضوع ډیری خبری کیږی خو زه فکر کوم په همدی لنډو خبرو به بسنه وکړو
1. Hillal.rahim: سمه ده نظر دي په ستاينه ارزي خو ،تاسو په خپلو ورستيو خبرو كي وويل چي شعر دي چي ښكلا ته يي دومره ستر مقام ورپه برخه كړي دي خو د پوهانو وينا ده چي په نړى كي ټولي پنځوني د ښكلا تر اغيز لاندي دي نو ته وايي چي شعر ښكلا ته ستر مقام ور په\ برخه كړى دى په داسي حال كي چې دا هم منې چې كه ښكلا نه واى شعر به هغه خوند له لاسه وركړى واى كوم چې ورته په كار دى اوكه ښكلا نه واى شعر به هم نه واى
Hillal.rahim: ياني دا منې چي شعر ښګلا ته مقام ور كړى او ښكلا شعر ته نه دى وركړي او بيا دا هم وايي چي دواړه لكه سا او وجود داسي دي

jalal ahamd: ګوره اشنا زما پورتنی خبری سمی ولوله ما ووی چی شعر په ښکلا شعر دی او ښکلا په شعر ښکلا ده

jalal ahamd: د پوهانو ویینا سمه ده خو ډیر وخت داسی هم شوی چی یوی ښکلا ته د چا پام نه وی وراوښتی لکه موږ چی په خپل فوکلور کی لرو په کاڼو کی لالونه یا هم غمی تر ایرو لاندی وی یا دا ځنی خبری

jalal ahamd: مطلب می دا دی چی
Hillal.rahim: ښه
jalal ahamd: ډیر وخت همدی شعر یوه ښکلا خلکو ته ورپیژندلی ده او تر خلکو یی رسولی او د همدی شعر د قوت برکت دی چی هغه ښکلا خلکو په ښکلا منلی ده

jalal ahamd: لنډه به یی درته ووایم چی شعر او ښکلا یو په بل داسی ودان دی لکه زه او ته
jalal ahamd: یا هم
jalal ahamd: باران د ځمکی ابادی ده
jalal ahamd: شیرینه یاره زه په تا اباده یمه
Hillal.rahim: ههههه مننه ياره احسان دي دى هيله كوم الله دي نه يوازي په ما بلكه په ټولو يارانو اباد لره ټولو يارانو ته ګران يې چيرته چي هم له ملګرو سره په مجلس كي كينستى يم نو ستا نا مه پكي ضرور راځي هغه د چا بيت دى چي وايي
له قصده كه به وايم نو ګونكى دي شم جانانه
ستا نوم مي د ملګرو منځ كي خپله خولې ته راشي
Hillal.rahim: نو يو نه يو دي خامخا يادوي
jalal ahamd: تاسو دي الله ياد لري

1. Hillal.rahim: كه د بلي پوښتني په توګه درنه وپوښتم چې د ښه شعر لپاره بايد كومي ځانګړتياوي په نظر كي ونيولي شي يا كوم معيارونه دي چې د شعر لپاره بايد غوره شي ؟
jalal ahamd: د ښه شعر لپاره ډیری خبری لرو خو اساسی یی چی منل شوی ده د خیال او فکر تر منځ پوخ تړاو او په شعر کی روانه ژبه ده
jalal ahamd: په شعر کی تصویر دی
jalal ahamd: پیغام دی
jalal ahamd: په شعر کی د لفظونو اوډل دی

jalal ahamd: او د شعر لپاره تر ټولو مهم د لفظونو انتخاب دی

jalal ahamd: ډیر وخت یوه خبره ډیره مهمه او شاعرانه خبره وی خو زموږ د لفظونو د ناسم انتخاب له امله هغه خبره له شعریته وغورځی
jalal ahamd: او ډیری وخت یوه خبره چندانی شاعرانه نه وی خو د لفظونو انتخاب یی دومره ښکلی کړی چی په لوړ هنر تبدیله شی
Hillal.rahim: لږ دي موضوع ته نور هم تميږو ،كه يې په تړاوسره و پوښتم چې:
Hillal.rahim: په اوسنيو شاعرانو كي دا سي نمونې وركولي سي چي يوه يي داسي شاعري كړي وي چي خيال پكي زيات وي او بل يي داسي شاعري كړي وي چي د فكر تله پكي درنه وي ؟؟؟؟؟؟
Hillal.rahim: او يا هم دادواړي ځانګړتيا وي ولري
jalal ahamd: هو شته د کاروان صیب په شاعرۍ کی د تخیل تله درنه ده او د درویش صیب په شاعرۍ کی د تفکر
Hillal.rahim: بله پوښتنه مې داده چې :
jalal ahamd: مهربانی
Hillal.rahim: په پخوانيو او اوسنيو شاعرانو سره د چاله شعره خوند اخلئ ياني د چا له شعر مو خو ښ د ى ؟
jalal ahamd: زما خو د هر چا ښه شعر خوښ دی
jalal ahamd: شاعر ته یی نه ګورم شعر یی ګورم چی شعر ښکلی وی خوند ورنه اخلم
jalal ahamd: د حمید بابا ، کاظم خان ، علی خان بابا ، قلندر مومند ، حمزه بابا شعرونه می ډیر خوښ دی
jalal ahamd: په اوسنیو کی خو نو ماشاالله ګلونه دی ګلونه ، ډیر ښه ښه شاعران لرو
Hillal.rahim: ښه
jalal ahamd: او کله کله د داسی شاعر له شاعرۍ سره هم مخ شم چی ما یی نوم نه وی اوریدلی خو شعر یی دومره خوند راکړی چی دایمی حافظی ته می په اتومات ډول وسپارل شی
jalal ahamd: یره ستا د مکتبۍ شعر ډیر لوړ شعر دی باور وکړه که یی د عصر تکړه تکړه شاعران ولیکلی شی
jalal ahamd: او دا خو ته مخامخ یی کنه هغه وخت می ستا نوم هم نه و اوریدلی خو دا شعر می دی چی ولید ما وی دا خو هم کیدای شی ښه کافر شاعر وي
Hillal.rahim: مننه
Hillal.rahim: كيداى شي چې د هغو شاعرانو نومونه او د شعر نومونې يې له لوستونكو سره شريكي كړې ؟

jalal ahamd: هو ولي نه
Hillal.rahim: څه شوي جلاله ياره بلا دي واخلم ما درنه د هغو شاعرانو چې تا يې يادونه وكړه نومونه او نومونې و وغوښتې
jalal ahamd: يمه

jalal ahamd: ډیر می وبخښه اشنا ته به پوهیږی چی زه نن کار کی هم یم
jalal ahamd: نومونه به درته د ممتاز اورکزی واخلم چی تر اوسه یی ما شعرونه نه و لوستی او د شعر په دی اوه کلنه دوره کی چی لیکم یی ما تر اوسه د ممتاز اورکزی نوم نه و اوریدلی
jalal ahamd: خو تیره ورځ می یی ځنی شعرونه د ښاغلی عبدلمالک بیکسیار په برکت ولوستل چی فکر می وکړ د یوه پاخه فکر خاوند شاعر دی
jalal ahamd: په ډیرو لږ شعرونو یی په دی پوه شوم چی د نوی شاعرۍ لپاره یی ډیر څه کړی دی
jalal ahamd: یا هو د اسلم خان تسنیم نوم چی تر اوسه می نه و اوریدلی یو غزل می یی ولوست خو ډیر پوخ او قوی غزل می یی ولوست چی د شعر ټول خواږه په کی راټول و
jalal ahamd: او دا يې د شعرونو نومونې دي

jalal ahamd:
فېــــض له رڼا هم اخـله ،خالي په تیارو مه وړه ځان
وخت دځان مـلګری کړه،اشناپه وختو مه وړه ځان

غر ،شه چې بدلیږي دې ، په سر دهـــــــــــواګانو رُخ
ورک لکه دګرد به شي ، دباد په چپـــــو مه وړه ځان

وایي مې خـودي راته چې،یوځل دې که وس کېده
ګور ته ځه پخپلوپښو،په خپلو پردو مه وړه ځان
Hillal.rahim: ډير ښه او ستا ذوق ته دي هم سلام وي ياره
jalal ahamd: مننه او دا هم د اسلم خان تسنیم بیتونه دی
Hillal.rahim: ارشاد

jalal ahamd: یوریاضت مې دی په ټولو میکدو کې کړی
دیوه نوم ذکرمې تل دی زنګېدو کې کړی

دچاپېرچل دخاموشۍ پر انتهاباندې مې
لکه دغوڅ نښتر یوشور دی په لوېدو کې کړی

دتاکه هرڅه مطلب وي خویو ځل بیایې وکړه
په مادمینې غږ چاندی په مو دو کې کړی

jalal ahamd: دا هم د ممتاز اورکزی د شعر نمونه ده
jalal ahamd: چی زما ډیر خوښ شوی دی
jalal ahamd: دغسی کله کله ورک نومی شاعران چی ګوښه نښینی کوی له مطبوعاتو لری پاتی شی خو شعرونه یی ډیر پاخه وی شعری فکر یی ډیر لوړ وی
jalal ahamd: په دی کار کی بیا نذیر احمد نذیر تکړه دی ، ډیری داسی شاعران یی راپیدا کړی چی د مطبوعاتو پر مخ یا نه شته یا ډیر کم لیدل کیږی خو شعرونه یی د چا خبره قیامتونه کوی او د شعرونو نمونی یی هم لری
Hillal.rahim:هوماشا الله د ي وي د نذير ذهن هم ښه پراخ دى خپل يې چې څومره نظمونه دي ټول ورته ياد دي ،

1. Hillal.rahim اوريښتيا جلاله د شعرر وان بهير ته په كومه ستر ګه ګورئ ياني د شعر اوسنۍ وِضعه څنګه ارزوئ ؟

jalal ahamd: د شعر اوسنی بهیر ډیر ښه مخکی روان دی ماحول هم د شعر لپاره ښه مساعد دی
jalal ahamd: اوس می د وطن خلک د مرګ په خوب ویده نه دی
jalal ahamd: اوس خو به د مرګ بلا په ځان راوری لمبی
jalal ahamd: داسی می په زړه باندی جانان راوروی لمبی
jalal ahamd: مطلب دا چی اوس مو ژبه هم ورو ورو د سیالۍ ډګر ته وځی او له نورو ژبو سره سیالی کوی
jalal ahamd: او شعر خو مو له ډیری پخوا له ګاونډیو ژبو کم نه و او اوس اوس خو داسی شاعران او داسی لیکوالان هم لرو چی د نړیالتوب په دی عصر کی ورباندی حساب هم کولی شو
jalal ahamd: یانی که یی خارجی ژبو په تیره عصری نړۍ ته ورترجمه کړو ور ویی پیژنو نو شهکارونه لرو

jalal ahamd: او که یو نیم تا غوندی یا ګوهر شاعر پیدا کیږی هغه باندی خو حساب نه کوو
Hillal.rahim: هههههه ولي له موږ داسي نا اميده يې ؟؟؟
jalal ahamd: هاهاهاه ټوكه مې وكړه

Hillal.rahim: خير ستا لدې خبري چي شعر مو د سيالۍ ډكر ته وځي او له نورو ژبو سره سيالي كوي ماته د پښتو يوه حماسي لنډۍ راياده شوه چې وايي
پښتانه واړه شنه زمريان دي —-چې ځاى يې راشي په سيالۍ توري وهينه

Hillal.rahim: خير جلاله بله پوښتنه درغله
Hillal.rahim: ټنګ سه ورته
jalal ahamd: راځه
jalal ahamd: غمونه یی مه کوه ستا پوښتنی می خوښیږی
jalal ahamd: دا لکه جینی چی هلک په ځان په زور مینوي بیا ورنه یویشت پوښتنی کوی
jalal ahamd: ستا پوښتنی هم د مینی پیلامه ده
Hillal.rahim: ههههه خو ګوره نوري كيسي پكي مه راپورته كوه چې له ما نه بيا پوښتني ځي
jalal ahamd: نه یره دا طبیعی مرکه همداسی خوند کوی
jalal ahamd: څه زه او ته د تلویزون په سټوډیو کی یو باید د مسنجرونو مرکی هم معلومی شی چی کوم سټایل کی وی
Hillal.rahim: سمه ده
Hillal.rahim: نو پوښتنه داسي ده چې

Hillal.rahim: ډير ى كسان په دې اند دي چې په كوزه پښتونخواكي شعر ډيره وده كړي او په لره پښتونخوا كي څيړنو تحقيق او نثر ښه په درز كي ده ، او خداى شته ز ه هم په دې نظر يم دا چې تاسو په شعر كې ښه مطالعه لرئ او د دواړو غاړو له شاعرانو اوليكوالو سره بلد هم ياست په دې اړه ستاسو څه نظر دى ؟
Hillal.rahim: جلاله زما پوښتنه درته ورسيده
Hillal.rahim: كه يي بيا وليكم
jalal ahamd:هو كنه
jalal ahamd: زه هم همدا نظر لرم د کوزی پښتونخوا شاعران ډیر ښه شعرونه لیکی او په تخلیق کی یی ونډه پراخه ده

jalal ahamd: خو برعکس بیا زموږ د ډډی خلکو په تخلیق کی نه بلکی په تحقیق کی ډیر څه کړی
jalal ahamd: که څه هم چی د لری پښتونخوا د تحقیق برخه هم تشه نه ده او نه خو د بری پښتونخوا د تخلیق برخه تشه توره ده
jalal ahamd: خو که په عمومی ډول نظر ورکړو نو دا خبره حقیقت لری
jalal ahamd: د دی یوه وجه هم شاید د سیمو تحولونه وی

Hillal.rahim: نظر دي ښه دى خوكه وكتل شي چي لر او بر دواړه ليكوالان او شاعران سره ډيري نژدې اړيكي لري ددوى دغه تحقيق او تخليق ولي سره مشترك نه دى په داسي حال كي چي ډيري نزدې اړيكي هم سره لري
jalal ahamd: دا پوښتنه ښه پوښتنه ده او ځواب هم په دقت غواړی
jalal ahamd: خو ما مخکی درته ووی چی د دی تر شا د سیمو د تحاولاتو لاس هم دی د حالاتو خبره ده
jalal ahamd: زموږ د سیمی شاعری تر ډیره تراژیدی ځپلی
jalal ahamd: دلته خبره د مطالعی هم ده
jalal ahamd: زموږ د سیمی خلک تر ډیره د خارجی ادب له مطالعی نه هم پاتی دی
jalal ahamd: او د دوی اړتیا هم د تحقیق په برخه کی وه چی خلکو ته د پښتنو شناخت د پښتو ادب شناخت ، مخینه او شالید وروپیژنی
jalal ahamd: خو د کوزی پښتونخوا حالات بل ډول وو
jalal ahamd: هلته که یو نیم کس پیدا شوی دی نو ویښ شوی دی په زړه یی ارمانونه لرلی
jalal ahamd: په زرګونو ارمانونه د ځان د شناخت ارمانونه
jalal ahamd: د خپل هویت ارمانونه
jalal ahamd: بس یره لنډه به یی د ماښام خټک په بیت ووایم
Hillal.rahim: ارشاد
jalal ahamd: لکه چی دور بل خوشال پیدا کوی ماښامه
jalal ahamd: دا جی فضا رانه چاپیره د اورنګ جوړوی

jalal ahamd: بله مهمه خبره شعر ته د ژمنتیا ده ، زه فکر کوم چی هغه خلک زموږ د ځنو هغو په پرتله شعر ته او د شعر سپیڅلتیا ته ژمن دی د کاذب شهرت پروا نه ساتی او د زړه په سپیڅلتیا شعر لیکی

Hillal.rahim: ياره جلاله دا اوس اوس چي ماته مالومه ده او وينم يي نو دلري او بري پوښتونخوا دليكوالو او شاعرانو په ارتباط بر قرار ساتلو كي دانش لالا په خپل وخت سره ډير ښه رول لوبولى دى
jalal ahamd: هو دانش لالا خو نو د پیرانو پیر دی
jalal ahamd: رښتیا هم دانش لالا د ارتباط د پل صراط حیثیت لری خدای دی څوک له دی پل صراط نه غورځوی نه
jalal ahamd: که نه چغی به یی لکه مجیب انګار غوندی ټول فیسبوک واوری
jalal ahamd: هاهاهاها
Hillal.rahim: هههههه
1. Hillal.rahim: داد انګار صيب خبره ليږ روښانه كړه څنګه كيسه وه
jalal ahamd: هههههههههههههههههههههههههههههه
jalal ahamd: نور نه پوهیږم خو یو وخت لکه چی دانش لالا ورته په غوسه او هغه سخت وارخطا و
jalal ahamd: خیر دا هم د هغوی مینه او له ډیری مینی ټوکی وی خو ما ته هغه وخت د دانش لالا زو معلوم شو چی څومره دی
Hillal.rahim: ههههههههههههههههه

Hillal.rahim: ښه چي خبره تر پيښوره راورسيده نو تاسويو وخت په پيښور كې د افغان ادبي بهير غړى پاته شوې ياست او او س هغه بهير په كابل كي دى او د هغه وخت ګډونوال يې هم په كابل كې دي رواني غونډي كوي ، له ښه مرغه د افغان ادبي بهير په نوم اوس هم پيښور كي رواني غوندي سرته رسيږي ستاسو په اند دغه په پيښور كي اوسنى افغان ادبي بهير به د هغه پخواني بهير چې تاسو هم پكي برخه اخيسته ځاى ونيسي ؟
Hillal.rahim: جلاله پوښتنه مي درته ورسيده كه يي بيا وليكم؟
jalal ahamd: هو شته
jalal ahamd: افغان ادبی بهیر په پیښور کی تاسیس شوی و اوس هم په پیښور کی دی او د ځينو بهیروالو په بیرته تګ هلته په کابل کی بل بهیر جوړ شو
jalal ahamd: هغه وخت چی ځنی بهیروال کابل ته کډه شول په پیښور کی بیا هم مسلسلی غونډی کیدی دا چی کیفیت او کمیت به یی څنګه و هغه بیله خبره ده خو د غونډو لړۍ یی نه ده شلیدی
jalal ahamd: اوس هم په پیښور کی د افغان ادبی بهیر اونیزی غونډی کیږی چی زه ورنه خبریږم او ورسره اړیکی هم لرم
jalal ahamd: خو د پيښور د افغان ادبی بهیر هغه پخوانی رنګ اوس ډیر کم څرګندیږی دا خبره یوازی زه نه بلکی د پيښور د بهیر ټول پخوانی غړی چی ځنی یی اوس هم په پیښور کی د بهیر غونډو ته ورځی
jalal ahamd: دا چی د پخوانی بهیر ځای به ونیسی که نه ، لا روښانه نه ده خو یوه خبره ده چی موږ په اقتصاد کی د یوه تولید څلور مرحلی مطالعه کوی
Hillal.rahim: اها

jalal ahamd: هغه داسی وی چی لومړی یی ابتدایی مرحله وی چی دی مرحلی کی د تولید لپاره ډیر تبلیغات کیږی ، ریکلامونه ورکول کیږی او د تولید د شهرت لپاره کار کیږی
jalal ahamd: بیا دا تولید په بازار کی مشهور شی او ډیر خلک یی خوښوی او اخلی دا نو د دی تولید د ګټی وخت وی
jalal ahamd: ورپسی دریمه دوره داسی وی چی دی تولید ته په کتو نوری سیالی کمپنۍ هم د همدی تولید په شکل یو بل تولید وړاندی کوی نو بیا د دی تولید بازار ته تاوان رسیږی
jalal ahamd: څلورمه مرحله کی بیا دی کمپنۍ والا داسی کوی چی په همدی تولید کی یو څه نور نوی والی پیدا کوی
jalal ahamd: په همدی تولید کی یو څه نوی خوبیانی زیاتوی چی بیرته خپل د دویمی دوری معیار ته ځان ورسوی
jalal ahamd: نو که بهیر کی هم دغسی څه نوی والی او نویتوب نوی رنګ چی په نورو غونډو کی نه وی راپیدا شی نو زه باور لرم چی بیرته به خپل اصلی ځای ته ورسیږی
Hillal.rahim: سمه ده
Hillal.rahim: جلاله كه دي خوښه وي يو څه وخت به ستاسو په شاعري كي تم شو
jalal ahamd: سمه ده وروره
jalal ahamd: وی نه ورور نه بلکی جانانه
Hillal.rahim: هههههههه
Hillal.rahim: جانانه به مي ته يې

1. Hillal.rahim: لكه څنګه چې ماته هم معلومه ده تاسو په پښتو لنډيو كي هم ښه مطالعه لرئ . خو ځيني ملګري په دې اند دي چي ګواكي د جلال شاعري د كوزي پښتونخوا ددو و شاعرانو (صاحب شا صابر او سيد شا سعود ) تر څنګ له پښتولنډيو هم متاثره ده ، ددوى په وړاندي ستا ستاځواب څه دى؟؟
jalal ahamd: دا چی زما شاعری دی له مرحوم صابر او سید شاه سعود نه متاثره وی زه دا خپل ځان ته ویاړ بولم خو دا خبره هم پس له هغی راپورته شوه چی کله ښاغلی استاد نثار زما پر کتاب په سریزه کی ورته اشاره کړی وه
jalal ahamd: پښتو لنډۍ می خوښیږی
jalal ahamd: خیر زه په دی اړه قضاوت نه شم کولی دا فیصله به استادان او خواږه لوستونکی کوی چی زه له چا نه متاثره یم کنه او دا تاثیر په کومو ځایونو کی څرګند دی کنه
jalal ahamd: دا زه نه شم ویلی او نه ځان ته د دی قضاوت حق ورکوم
jalal ahamd: پاتی شوه د لنډیو خبره نو لنډی می دومره ډیری زده دی لکه د سقیم دسر ویښتان
Hillal.rahim: ههههههه ځوانيمرګه لا خو

jalal ahamd: او زه تل خپل دردونه ورباندی ټکوروم هلاله لنډی می ډیری خوښیږی په لنډیو کی د جهان خبری دی
Hillal.rahim: هو لنډۍ ډيري مهمي دي

jalal ahamd: لکه ستا سترګی
Hillal.rahim: ههههه ولي د قرار سترګي دي هيري شوي هيرجن هم يي لكه چي
jalal ahamd: نه نه هیرجن نه یم خو تا ته می ویلی چی زما د ماضی به ما ته پیغور نه راکوی
jalal ahamd: که له تا نه می پس بل څوک یاد کړ بیا راته ووایه
jalal ahamd: چی غوڅ می کړی د سترګو په خنجر له تا نه وروسته
jalal ahamd: پیدا به نه شی بل داسی دلبر له تا نه وروسته
Hillal.rahim: نه نه جلاله زه خو وايم چي قرار ته دا ووايه چي
Hillal.rahim: يم هيرجن چي هير مي نشي راته ګوره
ستا له سترګو اننګو یادوو خدای
Hillal.rahim: څنګه
jalal ahamd: هههههههههههه
jalal ahamd: یره د طبیعت ښکلا په سینګار مه خرابوه
Hillal.rahim: خير په دي اړه درسره نوري خبري نه كوم چي ته ما ته مالوم يې بيا خبره بلي خوا ته وړې دحيران صيب ا و سقيم په اړه به هم بيا څه وايې هههههههه
Hillal.rahim: خبره په لنډيو كي وه؟ هو ريښتيا دلنډيو په اړه مو خبره كوله
jalal ahamd: نو وایه
jalal ahamd: ګوره که پوښتنی دی ډیری وی زه به ورته ویده شم سبا به بیا ورباندی شروع وکړو او که لږی وی چی درته پاتی شم

Hillal.rahim: نه مړه دومره خو نه دي پاته چې لاړشې رانه
Hillal.rahim: كه يوه پيغله خپل مين ته د پښتو دا لندۍ ووايې چي
ته تر خروړي سپي راتير شه
تر دې ملالې خولې به زه درتيره شمه
نو تاسو به تري څه معنى باسئ او يا كه په لنډ ډول راته وواياست چې دا لنډۍ څه معنى لري ؟
jalal ahamd: نو یاره ته او کوران ته د دی لنډۍ په معنا نه پوهیږی ؟
jalal ahamd: دا خو ډیره ساده معنا لری
jalal ahamd: یو ښکلی تصویر هم لری
jalal ahamd: هر سړی یی هر ډول معنا کولی شی
Hillal.rahim: نه مطلب مي دا نه ده چي زه دي له تا پري څه زده كړم بلكه ځان ته مالوموم چې يو مين سړى ورته له خپل ليد لوري څنګه ګوري، ته مين يي له خپل ليد لوري يي واضح كړه.
jalal ahamd: هاهاهاهه زه پري ډير څه نه وايم خو يوازي د معنى په اړه به يې ووايم چې په دي لنډۍ كي
jalal ahamd: خروړى سپي دعشق په مانا كار ول شوى
jalal ahamd: جینی ښه پوهیږی چی زموږ د کور سپی ډیر خوړلناک دی او دا بیچار مئین خو می نه شی ورنه راتیریدی هاهاهاهاها
jalal ahamd: نو د ځان خلاصولو لپاره ورته هم دا بهانه کوی
jalal ahamd: چی له دی سپی نه دیخوا ته راشه بیا به ګورو
jalal ahamd: بله خبره په کی دا ده چی دلته ښځینه احساس په څبو دی
jalal ahamd: خپلی خبری او خپل احساس ته بهانه لټوی دا لنډۍ وګوره
jalal ahamd: د کوټی لر کړکین ته راشه —سر می خوږیږی تعویذه ته دی لیږمه
jalal ahamd: یره سم وران یی لنډه يې دا چې په يوې ټپي كي زر خبري دي

Hillal.rahim: اې جلاله زر خبري به يې بل وخت ګورو دم ګړۍ ستا يو بيت راياد شو چې:
د كابل شاعري اوښ ده او چنار دى
شاعري خو شاعري د پيښور ده
له ځينو ملګرو مې اوريدلي چي په دي بيت كي د ي د كوم ملنګ شاعر د زړه ازار وړى ته څه وايې ؟
jalal ahamd: نه ما د هغه ملنګ شاعر د زړه ازار نه دی اخیستی او نه می مرام هغه ملنګ شاعر و ، هغه ملنګ شاعر هم په دی پوهیږی چی ما هغه نه دی ښودلی ، هغه پر ما ډیر زیات ګران دی او زه په دی هم باور لرم چی هغه باندی هم زه ډیر ګران یم او اوس خو زما مسافرۍ نور هم ورته ګران کړی یم
jalal ahamd: دا بیت ما هغو خلکو ته لیکلی دی چی د همدی ملنګ شاعر ځنی سمبولونه تقلیدوی او کاروی خو په کارولو یی نه پوهیږی
jalal ahamd: په سټایل یی نه شی کارولی او نه یی په کارولو پوهیږی په کومه عاطفه یی چی دا ملنګ شاعر کوی په کومه مینه او کومه جذبه یی چی دا ملنګ شاعر کاروی او کوم خوند چی د دی ملنګ شاعر په شعر کی کوی
jalal ahamd: ما په خپل بیت کی هغه نور یاران یاد کړی چی غواړی د ځنو سمبولو په بی ځایه کارولو ځان د منلګ شاعر سیال وبولی او یا هم ځان د هغه د مقام وبولی
Hillal.rahim: ته خو ټولو ته ګران يې بس الله دي داسي ګران لره هر چا ته خو هيله ده چي ليږ تر ليږه ته هم د ټولو د زړونو ساتنه وكړي
jalal ahamd: قربان دی ، ما ته هم ملګری ګران دی او د زړونه ساتنه خو داسی کوم لکه د یو چا د لاس رومال
Hillal.rahim: الله دي لره جلال ملاله ته خو ښه شاعر يې پر موږ ټولو ګران يې
Hillal.rahim: اوهو دا خو ناوخته ده درى بجې دي ، كه د اخيري پوښتني په توګه درنه وپوښتم چې شاعري خو به دي په شعرونو اثر نه غورزوي ما خو يوو خت يو چا ته ويلي وو چي
Hillal.rahim: زما شوق د سبق ډير وو خو اوس نشته
خداى مين كړم اوس سندري يادومه
اوس مي ذهن كي يوه بله دنيا ګرزي
ايله ستا د خولې خبري يادومه
jalal ahamd: جانانه په درسونو اثر پریباسی خو ډیر نه که دی د عاشقۍ پوښتنه کړی وای بیا ما هم ستا همدا بیتونه درته لیکل
jalal ahamd: خو شاعری می له درسه ډیر وخت نه پریباسی ، زه پوهیږم چی شاعری د ژوند په هر کار روزګار اثر پریباسی خو زه یی په مقابل کی ډیره هڅه کوم چی ځان ورسره له درسونو او د ژوند له نورو کارونو و نه غورځوم،

Hillal.rahim: شاباس والله نر يې
Hillal.rahim: ،موږ درته دوعا كوو چې په درسونو او شعرو ويلو دواړو كي دي الله كامياب لره
Hillal.rahim: او له ګرانو لوستونكو مو هيله ده چې سر له همدې اوسه پري د امين مزي كش كړي
Hillal.rahim: جلاله ناوخته دى
jalal ahamd: سمه ده ګرانه
jalal ahamd: نور نو دا تکراری پوښتنی دی چی څه پیغام لری او څه ویل غواړی دی نه به تیر شې
jalal ahamd: خلک هسی هم خپله پوهیږی زما په پیغامونو ولاکه یا ښه شی یا اصلاح شی
jalal ahamd: په سر دی کوم جلاد ولاړ دی
jalal ahamd: چی دی زما غریب یارۍ ته نه پریږدینه
Hillal.rahim: جلاله
jalal ahamd: قربان
jalal ahamd: پښی می ځی خو زړه می نه ځی
jalal ahamd: ښه
Hillal.rahim: مننه
Hillal.rahim: بس جلاله ستړى مي كړي
jalal ahamd: نه نه یره تا سره څوک ستړی کیږی
jalal ahamd: تا سره خو چی څومره ستړی شم هومره خوند کوی
Hillal.rahim: مړه ستا لنډۍ تماميده نه لري ته صبر چې خداى په اماني سره وكړو
Hillal.rahim: ډيره مننه وخت دي ګران د ى راته نو ر يي نه نيسم ته به هم درسونه لري او زه هم دوشنبي ته يو وړكى كويز لرم په سنټر كي .

Hillal.rahim: وخت دي جار شم له وخت راكول دي مننه
jalal ahamd: مننننننننننننه له تا نه چی زه غریب دی د دی جوګه وګڼلم چی ستا ګلوريني پوښتنی ځواب کړم
Hillal.rahim :اوكي جلاله د الله په امان

Hillal.rahim: تربيا

jalal ahamd:په مخه مو ښه