دګران وطن غمونه

64 | جنوري 17th, 2011


ژوندشوه تير په غمو کې دزړه ډير شوپرهارونه
زه پرديس دبل وطن يم ژړوي مې دا عمرونه
****
څنګه غم په وطن خورشو څه دغم ترخه وختونه
څه وحشت د زندګي دی وژل کيږي ارمانونه
لروبرو پښتنو کې بيا دجنګ سره سنګرونه
په هرکوکې ماتمونه په هرکورکې دي ويرونه
****
دماشوم دسترګو اوښکې او دميندو فريادونه
زه پرديس دبل وطن يم ژړوي مې دا غمونه
****
نه پوهيږي چې ژوندڅه دی فلسفه دمحبت دی
مينه نوم دژوندانه دی ازادي هم لوې نعمت دی
پيوستون ته زيرۍ راوړه سوله نوم دشفقت دی
خوږ مسکا دمينې ساته داسمبول دانسانيت دی
****
دمعيوب دزړه ارمان او هم دخوار يتيم اهونه
زه پرديسه بل دوطن يم ژړوي مې تل سوچونه
****
ای زما دزړه ارمانه غم وختونو ته دی ژاړم
زما ګران افغانستانه اولسونو ته دی ژاړم
دنفاق داور لمبو کې هره ورځ ګلان رژيږي
دا زخمي زخمي بدن اوپرهارونوته دی ژاړم
****
يو داستا ليونی مينه بل د ګران وطن غمونه
ليونتوب ته مې نور بيايې مانه وړي دي خوبونه

Copyright Larawbar 2007-2024