امريکا افغانستان ته تازه دمه سرتيري رالېږي

34 | جنوري 18th, 2011


دامريکا يو زرو څلور سوه تازه دمي سرتيري افغانستان ته راځي .
دامريکا د دفاع وزارت دخبر له مخې دغه سرتيري به دهلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې دترهګرو دځپلو په موخه ميشت شي .
خبر زياتوي نوموړي ولايت ته د دغه سرتيرو په زياتيدو سره به دترهګرو په وړاندي دافغان او نړيوالو ځواکونو عمليات پراخه شي .
ويل کيږي دغه ځواکونه به دبرتانيوي ځواکونو چې تيرکال له دغه ولسوالۍ څخه وتلي و،ځاى ناستي شي .

Copyright Larawbar 2007-2024