کور / روغتيا / د خوب او خوب لیدولو راز – څلورمه برخه

د خوب او خوب لیدولو راز – څلورمه برخه

د مغز دڅپو په اساس انسان په (  ۹۰-۱۱۰) دقیقو کې داخوب پېنځه پړاونه تیروي چي دا د خوب یو دوران کیږی نو یو  عادی  خوب څلور یا پېنځه دورانه لری .
لومړی پړاو- په دې پړاو  کې د مغز موجونه  «تتا» دي هغه په هر ثانیه کې( ۴-۷ ) ریتمه لري (د سترګو نه لغړولو خوب)
دویم پړاو- مغز  څپې په  نیمه  ثانیه کې( ۱۲-۱۴) ریتمه لري
 په لومړی او دویم پړاو کې  انسان ته  خوب  ورځي او معمولاً په دې  پړاونو کې په خوب کې خبرې کیږي خو نه پو هیدل کیږي چې څه وایي (د سترګو نه لغړولو خوب)
درېیم پړاو- په مغز کې «دلتا» موجونه تولیدیږي خو دا موجونه تر پخوانې پړاونو د موجونه کرار دي په دې پړاو کې  د زړه ضربان ، د وینو فشار او راویښیدل لږ مشکل کیږي (د سترګو نه لغړولو خوب)
څلورم پړاو- په دې  پړاو کې په مغز کې « دلتا» موجونه تولیدیږي په دې پړاو کې ډیر ویریدونکی او بد خوبونه لیدل کیږي(د سترګو نه لغړولو خوب)
پېنځم پړاو- په دې پړاو کې ساه  ایستل غیر نارمله او تیزه کیږي د زړه ضربان لوړیږي سترګې تر باڼه لاندې په حدقه کې   توند  حرکت کوی خو باڼه کښته وي (د سترګو لغړولو خوب)
دخوب  لومړی  او دويم پړاونه   دسپکو خوبونه  پړاونه دی
 اود خوب  درېیم او څلورم پړاونو   د ژورو خوبونو پړاونه دی
    د شپې د خوب  ډیره  برخه (یوه پر درېیمه برخه ) دلتا خوب دی چې هغه اتکلاً یو نیم ساعت وروسته له ویدیدو د سترګو لغړیدو په خوب پيل کیږي او بیا  دسترګو نه لغړیدلو خوب  دهغه ځای نیسي.
 یو انسان په  یوه شپه کې ( ۴-۵ ) د سترګو لغړیدو خوبونو ته اړتیا لري
تر اوسه  نه ده مالومه چې« دلتا» ( د سترګو نه لغړولو خوب) درېیم  او څلورم  پړاونه  یا  د سترګو لغړولو خوب یاني پېنځم پړاو خوب کوم یو ډیرژور دی خو له« دلتا» خوب څخه  له خوبه راوېښ ول مشکل دي


ددې چارت په اساس     دسن په لوړیدو د سترګو د لغړیدلو خوب  لږیږي
 دعلمی څیړونو  داجوته کړې ده چې د خوب په ډیرو مواردو کې (اتیا په سلو کې )سترګې توندحرکتونه لري.
 عادی انسان هر شپه  څو وارې خوب ویني خو دا خوبونه  دسترګو په توندو حرکتونو پورې اړه نه لري، ځینې خلک په خوب کې خبرې کوي کله هم د اخبري کول د سترګو د توند حرکتونو په وخت کې وي یا دا چې ټول بدن یې ښوري
 دلته مهم ټکی دا دی چې  خپله خوب لیدل  په حافظه کې د هغه د روښانه  په یادولو خنډګرځي او  کله کله خوب  لیدل   د خوب د اوږدیدو لامل ګرځي


نوربیا