رزاق مامون: اېران تېزاب راباندي وپاشل

34 | جنوري 19th, 2011


نامعلومو کسانو پر افغان ليکوال او ژورناليست رزاق مامون باندي تېزاب پاشلي او د نوموړي مخ يې سوځلى دئ، چي له امله يې اوس په روغتون کي بستر دئ.
راپورونه وايي چي ښاغلى مامون برايي ماخستن د کابل د لومړۍ ناحيې په مکرويانو کي خپل کور ته پورته کېدئ، چي په ځينو کي دغه بريد پر سوى دئ.
د بي بي سي راډيو وايي ولسمشر کرزي له رزاق مامون سره تليفوني خبري کړي او د بريد د پلټني حکم يې کړى دئ.
پر رزاق مامون باندي د دې بريد مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخيستئ، خو د راپورونو له مخي نوموړي په خپلو ليکنو، تلويزوني او راډيويي مرکو کي پر اېران او پاکستان باندي نيوکي کولې او دغه دواړه هيوادونه يې د افغانستان په بې ثباتۍ تورنول.
د بي بي سي راډيو راپور وايي ښاغلي مامون ويلي پر ده باندي اوسنى بريد د اېران له خوا سوى، ځکه چي د اېران د وروستيو ظلمونو او پر افغانستان د تيلو د بنديز پر ضد يې مظاهرې او مرکې کولې، چي د اېران غوسه يې راپارولې وه.

د لراوبر ويبپاڼي اداره پر ښاغلي رزاق مامون باندي دغه حمله په کلکه غندي او له افغان حکومت څخه غواړي چي د بيان او مطبوعاتو ازادۍ ته د ژمنتيا پر بنسټ د ژورناليستانو امنيت تامين کړي او پر رزاق مامون باندي بريدکوونکي تعقيب او په سزا ورسوي.

Copyright Larawbar 2007-2024