فارياب: وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

34 | جنوري 19th, 2011


په فارياب ولايت کې اتلس وسله والوطالبانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده .
دهيواد په شمال کې دپامير دري سوه دريم زون وياند وايي دولس وسله وال طالبان ددغه ولايت په غورمچ ولسوالۍ کې هغه مهال ووژل شول چې په يوکورکې دماينونو په جوړولو بوخت و.
هغه زياتوي په پيښه کې شپږ وسله وال طالبان هم ټپيان شوي دي اودپيښې په وژل شويو کسانوکې دوسله والو طالبانو دوه سيمه ييز قومندان هم شامل دي .

Copyright Larawbar 2007-2024