طالبان : د ملا محمد عمر ناروغی یو پروپاګنډ دی
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلی چی د واشنګټن پوسټ پرونۍ آوازه چی لیکلی یې وو ملا محمد عمر د زړه د ناروغۍ له امله تیره اوونۍ د کراچی په یو روغتون کی بستر و ، خوشی پروپاګنډ او درواغ وبلله . هغه وایی چی ملا محمد عمر هیڅ د زړه ناروغی نه لری او روغ رمټ دی . ذیبح الله مجاهد زیاتوی چی موږ د مقابل لوری دا بې اساسه او بې حقیقته ادعاګانی په کلکه ردوو او هغه د د دوی له خوا د راپیل سوي تبلیغاتی جګړې یوه برخه بولو او مقابل لورﺉ په دې ډول خپل پوځی شکست پټوی .