ميدان وردګ: د طالبانو غټ قومندان وژل شوى
دميدان وردګو ولايت چارواکو په دغه ولايت کې دوسله والوطالبانو ديونامتو قومندان دوژل کيدو خبر ورکړ.
ددي ولايت دوالي وياند وايي تيره شپه دڅرخ ولسوالۍ دتوپي دشتي په سيمه کې دوسله والو طالبانو نامتو سيمه ييز قومندان ملابرهان دپوليسو لخوا ووژل شو.
دميدان وردګو امنيي قومندان وايي ملابرهان په څرخ ولسوالۍ کې په ډيرو وسله والوبريدونوکې لاس درلود.
نوموړى زياتوي چې ملابرهان سره نور ملګري هم وه خو دجګړې پرمهال په تيښته بريالي شوي دي .