لغمان: ايتلافي ځواکونو عمليات پيل کړي دي
دلغمان ولايت په عليشنګ ولسوالۍ کې د پنجشنبې په ورځ له غرمي مخکي دګډو ځواکونو لخوا چاڼيز عمليات پيل شوي دي .
دنوموړي ولايت دوالي وياند وايي تراوسه ديادو عملياتو په ترڅ کې پنځلس وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده .
نوموړى زياتوي په وژل شويو طالبانو کې دغلام نبي غيرت په نوم دوسله والو طالبانو يو سيمه ييز قومندان هم شامل دى .
دنوموړي په وينا ديوشمير وسله والو طالبانو مړي هم دخپلو وسلو سره يوځاى په سيمه کې پاتي دي .