روزګان: وسلې او مهمات نيول شوي دي

34 | جنوري 20th, 2011


په روزګان ولايت کې دافغان اوبهرنيوځواکونو ديو لړګډوچاڼيزو عملياتو په ترڅ کې دوسلو،مهماتو او يوه اندازه چاوديدونکو توکو څو ذخيري دګډو ځواکونو لاسته ورغلي دي .
په هغه خبرپاڼه کې چې دګډو ځواکونو له لوري خپره شوي ويل شوي دغه عمليات دنوموړي ولايت په ترينکوټ ښارکې له سيمي څخه دوسله والو طالبانو دپاکولو په موخه ترسره شوي دي .
خبرپاڼه زياتوي ددغه عملياتو په ترڅ کې دسړک دغاړي دماينونو دجوړولو طرحه کوونکى هم نيول شوى .
خبرپاڼې دنيول شوي کس دهويت په اړه څه نه دي ويلي .

Copyright Larawbar 2007-2024