آيساف به دولت ته د افغاني قراردانو په اړه معلومات ورکوي

د لراوبر اداره | جنوري 20th, 2011


 د ناټو ځواکونو د جنوب غرب حوزې مرستيال جنرال ډال ژمنه وکړه چي تر دې وروسته به د قراردادونو په اړه معلومات دکندهار ولايت  مستوفيت ته سپاري چي له مخي به يې دکندهار ولايت مستوفيت د ټولو قرارداديانو څخه ماليه ټولوي، نوموړي وويل دا به د قرارداديانو د ماليې ورکولو پيل وي او دې کار ته به وسعت ورکول کيږي.
 
د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا سره په یوه ناسته کی نوموړي وويل ترڅو پوري چي د کابل په سطحه د ماليي په سيستم کي تغير نه وي راغلى د زون په سطحه اقدام نه سئ پورته کولاى، دغه د نن ورځي تعهد پاڼه به دکندهار ولايت او آيساف ځواکونو د هغه تړون د پلي کولو لپاره پيلامه وي چي څه موده وړاندي د کندهار والي او آيساف ځواکونو ترمنځ لاسليک سو.
 
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالى ويسا ټينګار وکړى چي د افغاني قرارداديانو د قراردادونو په اړه بايد معلومات وافغان دولت سره شريک سي ترڅو  د نوموړي قرارداديانو څخه ماليه واخستل سي او زياته يې کړه (( د افغانستان د ماليې د قانون له مخي يوازي  هغه شرکتونه چي کلتوري، فرهنګي او خيريه کارونه تر سره کوي له ماليې څخه معاف دي .))

Copyright Larawbar 2007-2024