کور / خبرتیا او پيغامونه / دافغان ملت ګوندیوبې سارئ ستوری ولوید

دافغان ملت ګوندیوبې سارئ ستوری ولوید

په ډېره خواشينۍ سره مې خبر تر لاسه کړ، چې دافغان ملت ګوندبنسټ اېښیدونکی لارښود غړي ، ارواښاد قدرت الله حدادفرهاد، د دی فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې .



انالله و انا اليه الراجعون


ارواښاد،دافغان ولس یووتلی فرهنګي شخصیت ،د پښتو ژبې تکړه ليکوال ، دملي فلسفې څېړونكى ، تکړه ژورناليست اوپه وطن او خپلواكۍ مین ملي شخصيت وو. دارواښادمړینه نه یواځې دافغان ولس او د نړۍ ټولو پښتنولپاره بلکې په خاص توګه دافغان ملي تاریخ پوهانو ،ادیبانو اوفرهنګیانولپاره نه جبران کيدونکې ضايعه ده .


لوى څښتن (ج) په خپل سپېڅلي کتاب کې فرمايلي دي :


كُلُّ نَفْسٍ ذَآئِقَةُ الْمَوْتِ


ژباړه : هر نفس د مرګ څکونکئ دى.


دپورتني آیت شریف سره په تړاوکې دیوې خوادرب العالمین امر منم ، خودبلې خو ا دارواښادیوپخواني اشناپه صفت، دهغه په وير کې ځان شريک بولم . خدای بښلي حداد صاحب ته د خدای (ج) له درباره جنت الفردوس او کورنۍ ته يې د صبر جميل غوښتونکي يم .


روح دي ښاد وي


پوهنوال ډاکترنظرمحمد سلطانزی ځدراڼ


څوک چې خادم وي دخپل ملک اودملت


وطن یې پس له مرګه په مدفن فخرکوي


(ارواښاد استادقیام الدین خادم )


میندې راوړي ډيرزامن ډيراولادونه


يویادوه پکې افلاطون یا سکندرشي


(ارواښاد ګل پاچا الفت )