برازيل د سېلابونو له امله ٧٤١ تنه مړه شول

34 | جنوري 21st, 2011


په برازيل کې داورښتونو اوځمکي ښويدنې له امله نږدي اوه سوه يوڅلويښت تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى او شاوخوا دوه سوه اوه تنه تراوسه لادرکه دي.
دنوموړي هيواد چارواکو دورک شويوکسانو يوليست خپور کړ او په کې يې ويره ښودلى چې ښايي ديادي پيښې دوژل شويوکسانو شميره تر زرو تنو پوري ورسيږي .
په همدي حال کې دنوموړي هيواد دژغورني ډلي په سيموکې دهغوکسانو دمړيو پلټنه کوي چې داورښتونو او ځمکي ښويدني له امله وژل شوي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024