عراق: چاودنو درنه مرګ ژوبله واړوله

34 | جنوري 21st, 2011


په عراق کې په دوه بيلابيلو چاودنوکې له دوه سوو څخه زيات کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده .
دنوموړي هيواد امنيتي چارواکي وايي دغه چاودني دکربلاښارته څيرمه رامنځ ته شوي چې له امله يې پنځوس تنه وژل شوي او يوسلو يوپنځوس تنه نورټپيان شوي دي چې په وژل شويوکسانوکې اکثره زيارت کوونکي دي .
ديادونې وړده په عراق کې په دي وروستيوکې مرګوني بريدونو زور اخيستى او دوه ورځي وړاندي په نوموړي هيواد کې ديوځانمرګي بريدله امله دولس تنه ووژل شول .

Copyright Larawbar 2007-2024